د اسلامي امارت د علیا مصالحو پر بنسټ او د نافذه قوانیو په رڼا کې د نظام د کاري استقامتونو او اداري چارو د تر سره کولو او بشپړولو په لړ کې امارتي چارواکو، مامورینو او کورنیو ته یې د اړتیا په مهال د ځانگړي پاسپورټ اجرا او صادرېدل د منل شوو امارتي لوائحو پر بنسټ یوازې د بهرنیو چارو وزارت له قونسلي ریاست څخه تر سره کېږي.