دا خدمت په افغانستان کې د منل شوو بهرنیو ډېپلوماټیکو او سیاسي استازولیو ډیپلوماټانو ته د پېژندنې کارت د ورکړې په برخه کې چمتو او وړاندې کېږي.
لومړی: د ډیپلوماټان لپاره
• رسمي یاددښت.
• د ډیپلوماټیک کارت غوښتنې 2فورمې، چې د اړوند سفارت د مسوول چارواکي مهر او لاسلیک ولري.
• د ډیپلوماټیک پاسپورټ کاپي.
• د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست له اړخه د صادرې شوې ویزې کاپي.
• دوه انځورنه، 4×4.5 کچه
• د ډیپلوماټیک پېژند کارت غوښتنلیک (له تړوني پرلیکه بشپړول)
دوهم: غیر ډیپلوماټیک بهرني مامورین
• رسمي یاددښت.
• د ډیپلوماټیک کارت غوښتنې 2فورمې، چې د اړوند سفارت د مسوول چارواکي مهر او لاسلیک ولري.
• د خدمت پاسپورټ کاپي.
• دوه انځورنه، 4×4.5 کچه
• د ډیپلوماټیک پېژند کارت غوښتنلیک (له تړوني پرلیکه بشپړول)