صفحه-نخست خدمات دیپلوماتیک   >   اجازه نامۀ میدان هوایی

اجازه نامۀ میدان هوایی

د هوايي ډگر اجازه لیک په افغانستان کې د منل شوو بهرنیو ډېپلوماټیکو او سیاسي استازولیو د غړو لپاره، کابل نړیوال هوايي ډگر ته د ننوتلو لپاره وړاندې کېږي؛ څو بهرني ډیپلوماټان افغانستان ته د خپلو رسمي مېلمنو هر کلی او مرسته په اسانۍ وکړي. د هوايي ډگر اجازه لیک د یو کال لپاره ورکول کېږي، چې بیا ځلي تمدید یې شونی دی. د لنډ مهال لپاره دا کارت هغه وخت ورکول کېږي، چې د ځانگړو مراسمو په موخه د بهرنیو مېلمنو د هرکلي اړتیا وي، چې له ټاکلې مودې وروسته د اعتبار وړ نه وي او بیا ځلي نه تمدیږي.