د ډېپلوماټیک پاسپورټ تمدید او بیا ځلي ورکړې له ځانگړو اسانتیاوو او ټاکلو خدمتونه څخه هغه امارتي چارواکي برخمن کېږي، چې د نظام د علیا مصالحو او ورځنیو کاري استقامتونو په موخه بهر ته سفر کوي. د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست لخوا دا پاسپورټ هغوی ته تمدید او بیا ځلي ورکول کېږي، چې مشرتابه یې د اړینو شرطونو په پام کې نیولو سره غوره او ټاکي.