د اسلامي امارت د علیا مصالحو پر بنسټ او د نافذه قوانیو په رڼا کې د نظام د کاري استقامتونو او اداري چارو د تر سره کولو او بشپړولو په لړ کې امارتي چارواکو او مامورینو ته یوازې د رسمي سفر په مهال د خدمت پاسپورټ اجرا او صادرېدل د منل شوو امارتي لوائحو پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت له قونسلي چارو ریاست څخه تر سره کېږي.
د خدمت پاسپورټ په رسمي سفرونو کې د امارت رسمي چارواکو، نظامي منسوبینو او د ملکي خدمتونو کارکوونکو او اجیرانو ته د امارتي دندې د تر سره کولو په مهال ورکول کېږي. په هغو رسمي سفرونو کې، چې له شپږو میاشتو اوږدېږي، د خدمت پاسپورټ نه ورکول کېږي.
د امارتي خدمت له بشپړېدو او له رسمي سفر څخه تر راستنېدو وروسته د خدمت پاسپورټ د سرحدي پولیسو له لارې یا مخامخ د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته سپارل کېږي. خدمت پاسپورټ هېڅکله هم د امارت د علیا مصالحو خلاف د شخصي گټو پالنې لپاره نه شي کارېدلای.