د اسد ۲۴مه

پیلیزه

د اسد ۲۴مه ۱۴۰۱، په هېواد کې د اسلامي امارت د بریا او ویاړلې فتحې ورځ ده. درې کاله مخکې په همدې ورځ د امریکايي یرغل ټغر ټول او د شل کلن اشغال په پایله کې هېوادوالو د خپلواکۍ ساه واخیسته او د یو هوسا، ارام او سوکاله ژوند د پیل په تکل یې د همدې ورځې په سهار د کابل په دروازو کې د سپینو بیرغونو په بدرگه د مجاهدینو هر کلی د الله اکبر په نارو کولو.

د شل کلن امریکايي اشغال له ناورین څخه د ځورېدونکي ولس زړونو په پوره باور منلې وه، چې نور یې په هېواد د اسلامي امارت د واکمنۍ مراندې په ټینگېدو دي او دا انگېرنه هغه وخت لا پیاوړې شوه، چې غرمه مهال د کابل ادارې ټولو نظامي او ملکي کارکوونکو په ځغاسته له وزارتونو او دفترونو تېښته خپله کړې وه او بیت المال یې بې څښتنه په تش میدان تر شا پرېښی وو.

د خپلواکۍ ویاړ هغه مهال یو ځل بیا په ولولو شو، چې وروستی امریکایي سرتېری د کابل له هوايي ډگره په نیمه شپه له خپلو پاتې شونو سره یو ځای له افغانستانه په داسې حال کې ووت، چې مجاهدین خپل پالونکي ته د شکرانې په سجده پراته وو او د خوښۍ په نمجنو سترگو یې د تېښتې ننداره کوله. د نیمې شپې دا شېبې هغه مهال لا په ولولو شوې، چې د خپلواکۍ د لمانځنې جشن ټول هېوادوال هېښ کړل او له همدې شپې اسلامي امارت یو ځل بیا د هېواد د بشپړې خپلواکۍ زېری وکړ.

هو، د اگست ۱۵مه د هېواد په معاصر تاریخ کې د افغانستان د مېړني ولس لپاره په یوه پېړۍ کې له درېیمې لویې امپراتورۍ او ښکیلاکگرو څخه د خپلواکۍ ویاړلې ورځ ده، چې دا ځل الله جل جلاله دا ویاړنه د افغان مجاهد ولس په ملاتړ د افغانستان د اسلامي امارت په برخه کړه.

نن، د افغانستان اسلامي امارت واکمني د درېیم کال په درشل ولاړه ده، په تېرو دریو کلونو کې له هغې ورځې راپدېخوا چې د امیر المؤمنین – حفظه الله تعالی- له اړخه د اسلامي امارت د بریا او ویاړلې فتحې په پار د اسلامي نظام بشپړ حاکمیت اعلان شو، کورنیو مجرمینو او د امریکايي اشغال لاسپوڅو ته عمومي عفوه وشوه او له ټولو هېوادوالو وغوښتل شول چې خپل عادي ژوند ته راوگرځي او د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په لړ کې خپل اسلامي او افغاني مسوولیت تر سره کړي؛ نو له شک پرته -لله الحمد- افغان ولس او حاکم نظام د تېرو دریو کلونو په لړ کې خورا لویې لاسته راوړنې لري او له بل هر وخته یې ژوند او حاکمیت پیاوړی شوی دی.

د ۱۴۰۱ سنبلې په ۱۶مه، چې د اسلامي امارت زعیم امیر المؤمنین -حفظه الله- د افغانستان لپاره لومړنۍ کابینه اعلان کړه، د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه ته د پیاوړي مجاهد او مدبر شخصیت، چې د امارت د تېر او اوسني دواړو دورو د رهبرۍ  له غړیتوب سربېره د سیاسي او فرهنگي زړورې مبارزې ویاړ هم لري، له ټاکلو سره سم د بهرنیو چارو وزارت چارې او کړنې عملا پیل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت په تېرو دریو کلونو کې د نړۍ د پېچلو سیاسي حالاتو په منځ کې خورا ستړې، ځیرکه سیاسي مبارزه پیل او پر مخ کړه، د وزارت داخلي سیستم او اداري ځواک یې بیا ځلي فعال او چمتو کړ، د اسلامي امارت د شل کلن سیاست او جهادي مبارزې د ډگر وتلي ځوانان مجاهدین یې په دندو وگومارل او بهر ته یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان واستول. همدا راز یې د هېواد ژمنو، په کارپوهو او متعهدو علمي شخصیتونو ته هم د وزارت په چوکاټ کې د نظام او هېوادني خدمت زمینه برابره کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مزل بل قدم په هېواد کې دننه د شته کور ډیپلوماټیک غړو او ادارو لپاره د کاري اسانتیا چاپېریال رامنځته کول او د دوی بېلابېلې چارې او کړنې همغږې او منسجمې کول وو، چې تر دې دمه د شاوخوا ۲۶سفارتونو او قونسلگریو بېرته پرانیستل، د شاوخوا ۲۲هېوادونو د نا استوگن استازي په کچه تعامل او د ډېری نړیوالو ادارو بېرته فعالېدل یې د سیاسي تعامل بل محکم قدم بلل کېږي.

له هېوادونو سره د د دوه اړخیزو او څو اړخیزو جدي بحثونو او پرله پسې خبرو اترو په پایله کې د گاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د شاوخوا ۳۸ سیاسي او ډیپلوماټیکو استازولیو (سفارتونه او قونسلگرۍ) بېرته عادي حالت ته راگرځول هغه مهمه چاره وه، چې د بهرنیو چارو وزارت د کاري استقامت له مخې خپلې کړنې او قونسلې چارې او خدمتونه په بهر کې مېشتو هېوادوالو او بهرنیانو ته وړاندې کوي. د یادو استازولیو د اداري او مالي کړنو د ډاډ په موخه د وزارت د مشرتابه د جدي پلټنو او ارزونې په پایله کې د وزارت د عوایدو کچه لوړه او ټولې اداري او مالي چارې په بشپړ شفافیت له هر ډول درغلۍ، غش او ناغېړۍ پرته د ډاډمن اداري او مالي سیستم له مخې عادي وړاندې کېږي.

د ستوري مجلې ۵مه ځانگړې گڼه د اشغال د پای او د اسلامي امارت د بریا د درېیمې کلیزې لمانځنې ته ځانگړې شوې ده، چې پکښې د تېرو دریو کلونو په درشل کې د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاسي تعامل د مهمو لاسته راوړنو او په دې لړ کې د پرمختگونو راپورونه او معلومات وړاندې شوي دي. له دې سربېره په دې گڼه کې د مجلې د کاري کړنلارې له مخې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه د ورځنیو لیدنو، مهمو بهرنیو سفرونو راپورونه او په بېلابېلو نړیوالو او سیمه ییزو کانفرانسونو کې ویناوې هم وړاندې شوې دي.

د اسلامي نظام درې کلنه واکمني دې لا ویاړلې او اسلامي حاکمیت دې تلپاتې وي!