افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ داسې موقعیت لري چې د دواړو ترمنځ د دروازې حیثیت لري. دغه دواړه سیمې یو بل ته په گڼو برخو کې اړتیا لري. په ځانگړې توگه چې منځنۍ اسیا په اقتصادي او صنعتي لحاظ د غوړېدو په حال کې ده. له طبیعي زېرمو تر کرنیزو او صنعتي تولیداتو پورې اړتیا لري چې سویلي اسیا او بیا یې له هغې لارې نړیوالو بازارونو ته ورسوي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه په پام کې ده چې د افغانستان بلخ ولایت د کابل له لارې له پاکستان سره نښلوي.
په ورته وخت کې د انرژۍ د لېږد سترې پروژې هم په پام کې دي، لکه کاسا ۱۰۰۰ چې د قرغزستان برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، یا ټاپي پروژه چې د ترکمنستان گاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدوي او همداسې ټاپ پروژه هم ده چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدي.
دا هر څه ځکه کلونه، بلکې لسیزې ځنډېدلي وو چې افغانستان کې تحمیلي جگړه، غیر مسؤوله حکومتولي، فساد او ورته نورې ستونزې وې. له درېوو کلونو راهیسې چې جگړه پای ته رسېدلې، مسؤوله حکومتولي رامنځ ته شوې ده او نظام له فساد څخه پاک شوی، اوس د دغو پروژو د پلي کېدو فرصت برابر ښکاري.
د افغانستان اسلامي امارت دغو فرصتونو ته په پام د اقتصادمحوره بهرني سیاست بحث مطرح کړی. له اقتصادمحوره سیاست څخه د افغانستان د حکومت موخه دا ده چې د افغانستان له ژیواکانومیک څخه د وطن د ثبات او اقتصادي ښېرازۍ لپاره گټه پورته کړي. دې ته په پام چې ټوله سیمه د غوړېدو په حال کې ده، په داسې وضعیت کې د افغانستان ژیواکانومیک رول تر پخوا لا زیات اهمیت پیدا کړی. یو امن افغانستان چې سیمهییز اقتصادي نښلون کې مرکزي رول لري، له دې سره د افغانستان ثبات د سیمې هېوادونو ته هم اهمیت پیدا کوي او د هغوی له ملي گټو سره پېيل کېږي. د اسلامي امارت اقتصادمحوره سیاست په حقیقت کې د افغانستان او سیمې ترمنځ د اشتراک او اجماع مرکزي نقطه گرځېدلې ده؛ ځکه چې په دې سیاست کې د افغانستان او سیمې ټولې مشروع گټې خوندي کېدلای شي.
د اسیا پېر؛ افغانستان او سیمې ته یو فرصت
په افغانستان کې د امریکا جگړه داسې مهال پای ته ورسېدله چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نړیوال نظم کې بدلون نښې نښانې په ښکاره کېدو دي. په نړیواله کچه د ځواک مرکز مخ په بدلېدو دي او دې بدلون سره د افغانستان اهمیت لا زیاتېږي. داسې ښکاري چې د ځواک مرکز له لوېدیځ څخه د ختیځ او په ځانگړې توگه د اسیا پر لور راځي، له همدې امله ځینو د «اسیا پېر» وړاندینه کړې ده.
لکه پورته چې ورته اشاره وشوه، افغانستان داسې موقعیت لري، چې په شمال کې د منځنۍ اسیا هېوادونه د انرژۍ د غني زېرمو لرونکي دي، په جنوب کې د سویلي اسیا گڼ مېشته سیمه ده چې هم په خپله لوی بازار دی او هم د اوبو له لارې ټولې سیمې ته نړیوالو بازارانو سره د نښلون فرصت برابروي. همداراز زموږ په ختیځ کې چین پروت دی، چې اقتصاد یې په ډېرې چټکۍ سره مخ پر ودې دی او د نړۍ ستر تولیدوونکی هېواد دی.
په اقتصادي او صنعتي لحاظ د آسيايي هېوادونو راپورته کېدل او د افغانستان منطقهمحور اقتصادي ليدلوری د دې زمینه برابروي چې له نوي فرصت څخه افغانستان او شاوخوا هېوادونه په يوه گټه-گټه حالت کې گټمن شي. لکه څنگه چې افغانستان کې د پرديو ځواکونو نامشروع حضور او د جگړې او بېثباتۍ دوام د اسيا پېر کې د افغانستان رول تت کړي و، په ورته ډول د اشغال له پای او مسوول نظام له رامنځ ته کېدو وروسته له دې فرصت د استفادې ښه زمينه برابره شوې ده.
نچوړ
افغانستان کې د جگړې پای او د یو مسوول حکومت رامنځ ته کېدو سره د دې فرصت برابر شوی چې افغانستان ته نور له ژیوپولیتیکو او د منفي سیالیو د عینکو پر ځای د ژیواکانومیکو او د اقتصادي همکاریو او همگرایۍ له زاویې وکتل شي. په همدې هدف د افغانستان نوي حکومت له فتحې وروسته د اقتصادمحوره بهرني سیاست اعلان وکړ چې هدف یې د افغانستان په محوریت د سیمهییز اقتصادي اتصال زمینه برابره کړي.
دا چې د افغانستان شاوخوا ته ډېری غوړېدونکي اقتصادونه افغانستان ته یو فرصت گڼل کېږي. افغانستان چې د خپل ځانگړي ژیواکانومیک په لرلو سره دغه غوړېدونکي اقتصادونه یو له بل سره وصلوي، په دې نوي پېر کې دا د افغانستان لپاره هم د راپورته کېدو ښه فرصت برابروي. دا ټکی هم د افغانستان نوي حکومت درک کړی او هم د سیمې هېوادونو. په دې اساس سره له ځینو ننگونو د افغانستان اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې غوړېدلي دي.