په چین کې د ا.ا.ا لوی سفارت تیرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه کړې چې خپلو هیوادوالو ته په ښه توګه قونسلي خدمات وړاندې کړي او د خپلو امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد کړي نن لله الحمد یاد سفارت د مسلسلو هڅو په نتیجه کې وتوانید چې چین میشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورتونو د ویش لړۍ پیل کړي، او په شرائطو برابر هیوادوال کولای شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورت ترلاسه کړي