کور پاڼه   >   افغانستان  >   شالید

شالید

افغانستان د اسیا په زړه کې پروت یو لرغونی او تاریخي هېواد دی، چې د زرگونو کلونو تمدني او کلتوري شالید لري. د جغرافیایي موقعیت له امله د ”اسیا زړه“ په نوم یادیږي او د تاریخ په اوږدو کې د ستراتېژیکو لارو، تمدنونو او سوداگریزو کاروانونو څلورلاری پاتې شوی دی.
جغرافیه او موقعیت: افغانستان ۶۵۲،۸۶۴ مربع کیلومتره مربع پراخه جغرافیه رانغښتې ده، او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ ستراتیژیک موقعیت لري. په سوېل او ختیځ کې له پاکستان، په لویدیځ کې له ایران، په شمال کې له ترکمنستان، ازبیکستان او تاجیکستان، او په ختیځ کې له چین سره کرښه او سرحدونه لري.
پلازمېنه یې کابل ښار، او نور لوی ښارونه یې هرات، کندهار، مزار شریف، او ننگرهار دي. د هېواد جغرافیه ډېره غرنۍ ده او د هندوکش د غرونو ستره لړۍ یې په مرکز کې پرته ده.
وگړي او ژبې: د احصائیې او معلوماتو عمومي ادارې د ۱۴۰۴هـ ش کال د اټکل له مخې، د افغانستان نفوس تر ۳۶،۴ میلیونه وګړو اوړي. د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري دي؛ او نورې هېوادنۍ ژبې یې ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني او پامیري دي.
افغانان په مېلمه‌پالنه، درناوي او د اسلامي ارزښتونو په ساتلو او پاللو کې مشهور دي. د هېواد تر ۹۹ سلنه زیات وگړي مسلمانان دي.
تاریخي شالید: افغانستان د نړۍ له لرغونو تمدنونو څخه گڼل کېږي.
• دا خاوره د یوناني، بودایي، کوشاني، زردشتي، او اسلامي تمدنونو غېږه پاتې شوې ده.
• د کلونو لپاره د ورېښمو لارې یوه مهمه برخه وه او د ختیځ او لویدیځ سوداگري یې سره نښلوله.
د معاصر افغانستان بنسټ په ۱۷۴۷زیږدیز کال کې د احمد شاه ابدالي (احمد شاه بابا) لخوا کېښودل شو.
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې سترې امپراطورۍ درلودې لکه غزنوي، غوري، سوري، ابدالي؛ همداراز د سلجوقي او خوارزمي سلطنتونو برخه هم و. دا هېواد د ستراتېژیک موقعیت له امله د لویو امپراطوریو د پاملرنې وړ جغرافیه وه او د دې هېواد د مجاهد ولس د سرښندنو په پایله کې د درو امپراطوریو د ماتولو او شکست له امله د امپراتوریو په هدیره هم پېژندل کیږي.
علمي او کلتوري میراث: افغانستان یو غني علمي، ادبي او کلتوري میراث لري:
علم او ادب: د نړۍ یو شمېر ستر عالمان، شاعران او ادیبان لکه امام قتیبه بن مسلم البغلاني، امام ابن حبان بستي، مولانا حکیم سنایي، ابن سینا بلخي، ابوریحان البیروني، ابوالنصر فارابي، خواجه عبدالله انصار، مولانا عبدالرحمن جامي، سید جمال الدین افغان، او مولانا جلال‌الدین بلخي رومي له دې خاورې سره تړاو لري.
هنر او معماري: د هرات تیموري هنر، د غزنوي دورې معمارۍ او د مخکې پير پاتې شوني د افغانستان د فرهنگي میراث مهمې نښې دي.
عنعنات: دودیزي لوبې، دودیز لاسي صنایع، د افغاني خوراکونو بېلابېل ډولونه د هېواد د کلتور ښکلا څرگندوي.
اقتصاد او طبیعي سرچینې: د افغانستان اقتصادي سرچینه په لویه کې کرهنه او مالداري ده. د غنمو، وريجو، مېوو او وچو مېوو تولید یې د سیمې په کچه ځانگړی شهرت لري.
افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه یو بډای هېواد دی چې پکې د لیټیم، مس، اوسپنې، سره زر، نفت او گازو لویې زیرمې شاملې دي او د نړۍ د ځینو سترو طبیعي شتمنیو درلودلو له امله د راتلونکي ستر اقتصادي ظرفیت لرونکی هېواد گڼل کېږي.
نړیوال موقعیت: افغانستان د ملگرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، د سویلي اسيا هېوادونو د سيمه ييزې همکارۍ سازمان (SAARC) او گڼو نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو غړی دی. د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله د منځنۍ، سویلي او لویدیځې اسیا د نښلېدو یوه مهمه څلورلارې بلل کېږي.