loader image
بهرنی سیاست

د امریکايي اشغال تر خاتمې او فتحې وروسته، افغانستان داسې بهرنی سیاست خپل کړی چې بنسټ یې د شریعت په رڼا کې پر استقلالیت، متوازن تعامل، عدم مداخله، متقابل احترام او اقتصاد محوره اړیکو ولاړ دی. د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسي محورونه د اسلام مقدس دین د لارښوونو په رڼا کې استقلالیت، متوازن تعامل، اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب او د لوړو مصالحو ساتنه ده.

تر اوږدو جګړو او سیاسي بدلونونو وروسته، افغانستان د خپل فعال بهرني سیاست له لارې خپلې ملي ګټې او سیاسي ثبات پیاوړی کړی، اقتصادي پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي او له نړیوالې ټولنې سره یې متوازن تعامل فعال ساتلی دی. همداراز، هڅه کېږي چې افغانستان له سیمه‌ییزو او نړیوالو رقابتونو څخه واټن وساتي او له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اړیکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ لا پراخې کړي.

له ګاونډیانو، سیمه‌ییزو قدرتونو او نړیوالو لوریو سره تعامل یوازې تر سیاسي اړیکو پورې نه محدودېږي، بلکې سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ، انرژۍ او ګډو اقتصادي پروژو ته هم پکې ځانګړی اهمیت ورکول کېږي. دغه اقتصاد محوره لیدلوری کولای شي د افغانستان جغرافیایي موقعیت په یو اقتصادي فرصت بدل کړي، د شخړو او سیالیو پر ځای د تفاهم، همکاریو او ګډو ګټو محور مطرح او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د هېواد نقش پیاوړی او ګران وطن له دایمي ثبات څخه برخمن کړي.

اقتصاد محوره سیاست

اقتصاد محوره سیاست د اسلامي امارت د بهرني سیاست مهمه ځانګړنه ده. د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کېږي چې بهرني روابط یوازې سیاسي اړخ ونه لري؛ بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره عملي فرصتونه رامنځته کړي. افغانستان چې له څو لسیزو جګړو وروسته د بیارغونې او اقتصادي پیاوړتیا پړاو ته داخل شوی، د دوامدار پرمختګ لپاره پراخو همکاریو ته اړتیا لري. له همدې امله، د سوداګرۍ پراختیا، د پانګونې جلب، د صنعت وده، د اقلیمي بدلون اغېزو مدیریت، د ټرانزیټي دهلېزونو فعالول او په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې ګډون د بهرني سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
همدارنګه، د بهرنیو پانګونو راجلبول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د سوداګریز چاپېریال ښه کول او د طبیعي منابعو مدیریت د اقتصادي ودې مهم عوامل دي. هر څومره چې د نړیوالو اقتصادي شریکانو باور زیات شي، همغومره به د تولید، کارموندنې، صادراتو او کورنیو عوایدو د لوړونې امکانات هم پراخ شي. همدارنګه، په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله ونډه د افغانستان لپاره د دوامدارې ودې او اقتصادي ثبات نوي فرصتونه پرانیزي.

له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست له مهمو برخو څخه دي، ځکه د سرحدي امنیت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، کډوالو او اقتصادي همکاریو په برخو کې مستقیم اغېز لري. ګاونډي هېوادونه د جغرافیایي نېږدېوالي، اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییزو همکاریو له امله د افغانستان مهم شریکان ګڼل کېږي. اسلامي امارت هڅه کوي له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې د تفاهم او ګډو ګټو پر محور ولاړې وي، ترڅو د سیمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.​

په سیمه‌ییزه کچه اسلامي امارت ځانګړې هڅه کوي چي له هغو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي چې د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ګډو همکاریو زمینه برابروي. افغانستان غواړي خپل جغرافیایي موقعیت د سیمه‌ییزو همکاریو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره په یو فرصت بدل کړي.

افغانستان اوسمهال د یو اسلامي او خپلواک نظام تر سیوري لاندې د خپلواکۍ، ثبات او بیا رغونې مرحلې ته داخل شوی دی. افغانستان نن د اسلامي او افغاني ارزښتونو، اسلامي لارښوونو، او شرعي احکامو سره سم د یووالي، د امنیتي بنسټونو پیاوړتیا، اقتصادي ودې او د بهرنیو اړیکو د بیا تنظیمولو په مسیر کې د پام وړ پرمختګ کړی او نن هغه هېواد نه دی چې د شخړو او شاتګ له زاویې تعریف شي.