کور پاڼه   >   افغانستان  >   د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت

پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، په کابل کې د دوی په ملاتړ حکومت رامنځته کېدل او د دوی له لوري اسلامي او ملي ارزښتونو ته سپکاوی د دې لامل شو چې په ټول هېواد کې د یرغل او حاکم حکومت پر وړاندې افغانان جهادي مبارزه پيل کړي. د افغانانو د نه ستړې کېدونکو مبارزو په پایله کې د ۱۹۹۲م کال د اپرېل په ۲۸مه د ډاکټر نجیب حکومت سقوط وکړ او مجاهدینو واک تر لاسه کړ. له بده مرغه، د مختلفو تنظیمونو تر منځ د اختلافاتو او خپلمنځي شخړو له امله افغانستان د کورنیو جګړو نوي پړاو ته ننووت. هېواد د ډلو ټپلو تر منځ ووېشل شو، ټوپک سالارۍ زور واخیست او قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافاتو هېواد بې ثباته او د تجزیې له ګواښ سره مخ کړ.
په همدې سختو شرایطو کې د طالبانو اسلامي تحریک د ۱۳۷۳ هجري شمسي کال د اسد په میاشت کې د یوه خودجوشه حرکت په بڼه د ولس له منځ څخه راوټوکېد او د هېواد د ژغورنې مبارزه یې پیل کړه، د افغانستان اسلامي امارت یې تاسیس کړ او د مبارزې اساسي موخه یې دا وه چې ملت متحد کړي، ټوپک سالاري له منځه یوسي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافات ختم کړي او هېواد ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې امن، سوله او سوکالي راولي، د هېواد د پرمختګ زمینه برابره کړي او له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام، ګډو ګټو او مثبت تعامل پر بنسټ سیاسي، اقتصادي او په بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې ولري.
د ۱۳۷۵هـ ش کال په حمل میاشت کې، په کندهار کې تر ۱۵۰۰ زیاتو دیني عالمانو تر پنځه ورځنۍ سترې اجتماع وروسته د دې خوځښت مؤسس ملا محمد عمر مجاهد ته د امیر المؤمنین لقب ورکړ، له نوموړي سره یې بیعت اعلان کړ او اسلامي امارت یې د افغانستان رسمي او قانوني حکومت وګاڼه.
وروسته د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه، کله چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او هېواد اشغال شو، اسلامي امارت یو ځل بیا، د هېواد له شماله تر جنوبه، له ختیځه تر لویدیځه ټول ولسونه په خورا حکیمانه ډول د اسلامي امارت تر واحد قیادت لاندې منظم او منسجم کړل او د اشغال پر وړاندې یې کامیابه مبارزه وکړه.
د اسلامي امارت د پالیسي او مبارزې ځانګړنه دا وه چې ټول تمرکز یې په هېواد کې دننه د اشغال پر وړاندې په مبارزه ورټول وو او له افغانستان څخه بهر یې هیچا ته نه کوم اخطار ورکړی او نه یې چاته ګواښ متوجه کړی او ټول پام یې د هېواد دننه د حالاتو سمون او د اشغال خاتمې ته اړولی و.
همدارنګه، د اسلامي امارت د سیاست بله ځانګړنه دا وه چې خپل موقف او دریځ یې متحد ساتلی و؛ پالیسي یې یوه وه، غږ یې یو و او قیادت یې واحد و. هیچا ونه شو کولای چې په خپل سر جلا محاذونه جوړ کړي، جلا دریځونه ونیسي؛ هغه و چې د انشعاب ټولې هڅې ناکامې شوې. همدې واحدې پالیسۍ او منظم سیاست اسلامي امارت ته په کور دننه او بهر وقار، درناوی او باور ور وبخښه، چې دوست او دښمن دواړو یې په خبرو باور او په منظم جوړښت او یووالي یې اعتراف کاوه.
دغه راز د اسلامي امارت یوه ځانګړنه دا وه/ده، چې افراد یې د اسلامي عقیدې او نظریې او پاکې انګېزې پر بنسټ د یوه قیادت تر چتر لاندې راټول شوي وو/دي. د اسلامي امارت دغه جریان هېڅکله شخص محوره او میراثي نه وو، بلکې د یوه منظم فکري او سیاسي حرکت په توګه یې دوام وکړ او د دې ثبوت لپاره د اسلامي امارت د دوو مشرانو (مرحوم امیرالمومنین او شهید امیرالمومنین) تر وفات او شهادت وروسته، د قیادت تشه د رهبري شوری له لوري ډکول وو.
له ۲۰۰۹ز کال وروسته، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي او سیاسي ستراتیژي بدله شوه، اسلامي امارت هم د نظامي مبارزې ترڅنګ سیاسي تعاملاتو ته پراخه پاملرنه وکړه، چې د همدې تګلارې پایله د سیاسي اړیکو پراختیا او نړیوال تعامل ته د زمینې برابرېدل وو. د سیاسي هڅو ترڅنګ، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامي امارت مجاهدینو له لوري د دښمن پر وړاندې جدي مبارزې دوام درلود.
په ۲۰۱۳ز کال کې چې کله رسماً په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر پرانیستل شو، اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې وتوانېد چې د دغه دفتر له لارې له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته لاره هواره کړي او وروسته د ګاونډیانو په شمول د سیمې او نړۍ له هېوادونو او همدا راز له نړیوالو سازمانونو سره یو ځل بیا اړیکې ایجاد کړي. سیاسي دفتر همدا راز بریالۍ هڅې وکړې څو د افغانستان اسلامي امارت دريځ هېوادونو ته واضح کړي او د باور فضا رامنځته کړي. هغه مهال د سیاسي دفتر استازو په روسیې، چین، ایران او پاکستان کې په ځینو ناستو کې په لوړه کچه د افغانستان په قضیه کې د یوه مهم لوري په توګه ګډون وکړ او یو شمیر نورو هېوادونو ته یې غیر اعلاني سفرونه وکړل. په ۲۰۱۸ز کال، قطر کې سیاسي دفتر له امریکايي لوري سره مخامخ مذاکرات پيل کړل، د جګړې په میدان کې د مجاهدینو قربانیو او د سیاسي هڅو په نتیجه کې د دوحې تاریخي هوکړه لیک د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۵مه نېټه (۱۰ حوت، ۱۳۹۸) لاسلیک او د امریکايي اشغالګرو ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه.
جامع جوړښت
اسلامي امارت د اشغال پر مهال د خپلو اهدافو د تحقق لپاره مبارزه یوازې په نظامي اړخ پورې محدوده نه ګڼله؛ بلکې باور یې درلود چې بریا د سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او ولسي برخو د همغږۍ په وسیله ترلاسه کېږي. له همدې امله، د نظامي فعالیت ترڅنګ یې د سیاسي حضور پیاوړتیا، د ولسي ملاتړ جلب، د اداري جوړښتونو تنظیم او د حکومتولۍ لپاره د لازم چمتووالي په برخه کې هم کار کاوه. د اشغال پر مهال اسلامي امارت موازي حکومتي چوکاټ درلود چې د مختلفو کميسیونونو له لارې یې د هغو سیمو چارې تنظیمولې چې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر کنترول لاندې وې.
نظامي کمیسیون د دفاع او داخلې وزارت؛ فرهنګي کمیسیون د اطلاعاتو او کلتور وزارت؛ سیاسي کمیسیون د بهرنیو چارو وزارت؛ تعلیم و تربیې کمیسیون د پوهنې او لوړو تحصیلاتو وزارتونو؛ دعوت، ارشاد، جلب و جذب کمیسیون د اوقافو او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارتونو؛ او د مؤسساتو او بیا رغونې کمیسیون د ټولګټو وزارت چارې مخته وړلې. همداراز د بندیانو اړوند ځانګړي کمیسیون دنده درلودله چې د دوی حقوقو ته رسېدنه وکړي؛ د صحت کمیسیون د جهاد د زخمیانو تداوي او تر کنترول لاندي سیمو کي ولس ته صحي خدمات وړاندي کول، او د ملکي تلفاتو د مخنیوی او شکایاتو اوریدلو کمیسیون هم په خپله برخه کې اجراآت کول. همدا راز په ټول افغانستان کې محاکم فعال وو چې د خلکو حقوقي او جنايي قضیو ته یې رسېدنه کوله. همدې جامع لیدلوري د دې زمینه برابره کړه چې د نظامي تحول ترڅنګ د سیاسي او اداري مسئولیتونو د ترسره کولو وړتیا هم زیاته شوه.
د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد په ۲۴تمه د افغانستان اسلامي امارت کابل فتح کړ او یو ځل بیا د مقدس جهاد تر بریا وروسته پر هېواد واکمن شو.
د افغانستان اسلامي امارت زعامت:
د افغانستان اسلامي امارت لومړی زعیم مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد و. نوموړی د طالبانو د اسلامي تحریک مؤسس و او د ۱۳۷۵هـ ش کال د حمل میاشت کې، په کندهار کې تر ۱۵۰۰ زیاتو دیني عالمانو نوموړي ته د امیر المؤمنین لقب ورکړ، بیعت یې ورسره اعلان کړ او اسلامي امارت یې د افغانستان رسمي او قانوني حکومت وګاڼه. مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین د ۱۳۹۲هـ ش کال د ثور په درېمه نېټه، په زابل ولایت کې د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو، او د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ چارې د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله تعالی نائب، ملا اختر محمد منصور، پر مخ وړلې.
د ۱۳۹۴هـ ش کال د اسد په ۸مه، د اسلامي امارت د رهبري شورا غړو، مشائخو او علماء کرامو چې د اهل الحل والعقد له شرعي اعتبار څخه برخمن وو د یوې غونډې په ترڅ کې له اوږدو سلامشورو وروسته ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د امیر په حیث وټاکه. ملا اختر محمد منصور د ۱۳۹۵هـ ش کال د جوزا په لومړۍ نېټه، د امریکايي اشغالګرو په یوه ډرون برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، تقبله الله تعالی.
څنګه چې د امام یا امیر له شهادت یا وفات وروسته د مؤمنانو لپاره د نوي مشر ټاکل د مسلمانانو په غاړه لازمي فریضه ده، د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شورا چې د ګڼ شمیر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شورا وه د یوه مجلس په دائرولو سره، چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن وو، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یې، د ۱۳۹۵هـ ش کال د جوزا په پنځمه نېټه، محترم شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث د شورا د ټولو اعضاوو په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ. د ۱۴۰۱هـ ش کال په سرطان میاشت کې، شاوخوا ۳۵۰۰ دیني عالمانو او مشرانو د لویې جرګې په تالار کې درې-ورځنۍ غونډه وکړه او په پای کې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره د هېواد د شرعي حاکم په حیث خپل بیعت بیا تجدید کړ.