د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ او نښان قانون د ۱۴۲۲هـ ق کال د محرم میاشتې د یوولسمې نېټې د دریمې ګڼې فرمان په وسیله د عالیقدر مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی له لوري توشیح شوی او د ۱۴۲۲هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې د اتمې نېټې په ۷۹۷ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی. یاد قانون د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ او نښان بڼه، ځانګړنې، او د استعمال موارد تنظیموي او په دې اړه رسمي حقوقي چوکاټ ټاکي.


