السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم اما بعد فأعوذ بالله من الشیطن الرجیم – بسم الله الرحمن الرحیم
وتلک الایام نداولها بین الناس- صدق الله العظیم
… (د مایکونو تنظیمول)
زه له هر څه نه مخکې ښاغلي خالد محمود او چیرمین صاحب اعزاز احمد چوهدري او ددې انسټیټیوټ له ټولو کارکوونکو نه مننه کوم، چې دا فرصت يې برابر کړ او له تاسو سره وینو.
زموږ او تاسې ننی مجلس به، په افغانستان کې په نوي تحول باندې او د نوي حکومت په بهرني سیاست باندې او متوازن اقتصاد محوره پالیسۍ باندې او له پاکستان سره په اړیکو باندې او په سیمه کې چې کوم نوي فرصتونه راغلي دي، په هغو باندې راڅرخي.
تاسو خبر یاست په افغانستان کې چې اوس کوم تحول راغی دا یو سولیز تحول و، پدې کې ولس له موږ سره ملګری و، پدې کې د کابل د مخکیني رژیم د اردو ۳ لکه شاوخوا روزل شوي عسکر دا ټول موږ ته تسلیم شول او موږ د کابل لوی ښار چې له ۷ نه تر ۸ میلونو پورې نفوس لری پداسې حال کې کنټرول کړو چې هلته یو څاڅکی وینه هم تویه نشوه.
اوس په افغانستان کې سرتاسري امن ده هېڅوک له افغانستان نه د سیاسي مشکلاتو له امله او یا د سیاسي مخالفت له امله نه وځي که څوک له افغانستان نه وځي کډوال کېږي هغه یوازې او یوازې اقتصادي مهاجر دي لکه تاسې چې پوهېږی د دریمې نړۍ هېوادونه همدا ستونزه لري دا د ټولو مشترکه ده.
په افغانستان کې له هېچا نه انتقام نده اخیستل شوی او نه انتقام اخیستل کېږي، زموږ د حکومت کابینه نوې ده او د هغې د اصلاحاتو د پراختیا سلسله روانه ده او زموږ حکومت ورځ په ورځ پرمختګ کوي او په ټولو برخو کې لاسته راوړنې لري.
په ۲۰۲۰ کال د فېبروي په ۲۹مه چې له امریکا سره په دوحه کې کوم تړون لاسلیک شو، هغه کې موږ ژمنه کړې چې د افغانستان خاروه به د هېچا په ضد نه کارېږي دا ژمنه يوازې امریکا ته نه ده دا د نړۍ ټولو هېوادو ته ده خصوصاً ګاونډیو هېوادو ته دا اطمینان ده چې د افغانستان خاروه به د هېچا په ضد هېڅوک نشي استعمالولی.
په ۱۹۷۸ کې او بیا په ۱۹۷۹ کې چې کله کمونیستي کودتا وشوه او بیا روسانو په افغانستان یرغل وکړ افغانستان خپل د سیاست هغه توازن له لاسه ورکړ او له هغه راهیسې یې ډېر مشکلات ولیدل، اوس زموږ بهرنی سیاست دا ده چې موږ متوازن سیاست ولرو زموږ سیاست به د چا په ګټه او د چا په زیان نه وي بلکې د اعتدال په اصولو به ولاړ وي.
موږ نه غواړو چې زموږ هېواد د لویو قدرتونو د ټکر او د مقابلو قرباني شي.
موږ بارو لرو چې اقتصادي راکړه ورکړه او په اقتصاد کې همګرايي زموږ د سیمې د ثبات لپاره ډېر رول لري او همدې ته کار کوو.
افغانستان د خپل ځانګړي موقعیت له امله د سیمي په اتصال کې مثبت رول لوبولی شي او په اقتصادي وده کې یو ښه پُل ثابتېدای شي.
تاسو به خبر شوي یاست چې تېره اونۍ له ازبکستان نه یو تجارتي کاروان تورخم ته او بیا پاکستان ته ورسیده او دا یو ښه پرمختګ ده او دې ته به موږ وده ورکوو.
دا چې د کویټې- چمن- کندهار – هرات او ترکمنستان لاره ډېره لنډه تمامېږي نو موږ دې ته هم تصمیم لرو چې دا لاره هم ژر تر ژره د ترانزیټ پر مخ باندې خلاصه شي او څه آماده ده او کومه ستونزه نشته دغه لاره به پاکستان ته له ترکمنستان نه نسبت نورو لارو ته ۱۰۰۰ کیلومتره شاوخوا لنډه وي.
او موږ کوشش کوو چې د مرکزي اسیا د اکثره هېوادونو سره په خبرو بوخت یو چې د مرکزي اسیا د هېوادونو او د پاکستان هېواد تر منځ راکړه ورکړه او تجارت شروع شي او په دې کې افغانستان ته هم خیر او ګټې ورسېږي.
همدارنګه له ازبکستان نه پاکستان ته د اورګاډي د پټلۍ د غځولو کار همداسې په راتلونکي کې د کاسا زر پروژ د پیلولو کار او خصوصاً خصوصاً د ټاپي پروژه او د ټاپ پروژه له ترکمنستان نه تر پاکستانه بیا تر هندوستان پورې پدې کې هم موږ عملي ګامونه اخیستي دي او امید لرو چې ښه پرمختګ وکړای شو.
همدارنګه غواړو پاکستاني چارواکو سره مو پدې خبرې وکړې چې د پاکستان لارې هغه که ګوادر ته وي هغه که کراچۍ ته وي، هغه که واګه بندر ته وي دا لارې بیا د افغان تجارانو پرمخ باندې خلاصي شي او وده ورکړي.
موږ له پاکستان سره د دوه اړخیزو اړیکو ښه تاریخ لرو او ډېر مشترکات سره لرو او که په ماضي کې حکومتونو تیروتنې کړې وي موږ باید د ماضي تاریخ بندیان او اسیران ونه اوسو او غواړو چې په آینده کې پرمختګ ولرو او ښه راشه درشه ولرو.
دې کې شک نشته چې د افغانستان امن د پاکستان امن ده د پاکستان امن د افغانستان امن ده او چې په دواړو هېوادونو کې امن وي د دواړو هېوادو د وګړو ژوند به ښه وي.
پرون مې د بهرنیو چارو له وزیر، جناب قریشي صاحب سره، همداسې د تجارت وزیر، د هوا نوردۍ وزیر او د مالیې له وزیر او د دوی له کاري ټیمونه سره زموږ ټیمونو زموږ د مالیې وزیر صاحب راسره و د اقتصاد وزیر صاحب راسره و کاري ټیمونه راسره و نو په ډېرو موضوعاتو باندې ډېر ګټور بحثونه وشول.
امید لرم چې نن د جناب صدراعظم صاحب سره هم ښه مجلس ولرو.
په افغانستان کې له نوي تحول سره ډېر ښه فرصتونه رامخته شوي دي یو له هغو دا ده چې په سیمه کې امن راغلی ده او امن د ټولو ترقیو مور ده.
افغانستان له درې څلویښت کاله وروسته له جګړې خلاص شوی ده او په لومړي ځل د یو مرکزي حکومت خاوند شوی ده پداسې حال کې چې په ټول افغانستان کې د قدرت جزیري ختمې شوي او فې الحال یوه لویشت ځمکه هم د اوسني حکومت د قدرت له ساحې نه بهر نه ده.
او افغانستان اوس یو مسئول، خپلواک، او سمیه یزو همکاریو ته ژمن حکومت لري چې د هېچا تر تأثیر نه ده لاندې.
او زه فکر کوم چې دغه پرمختګونه د ټولې سیمې په ګټه دي او دغه فرصتونه چې اوس ایجاد شوي دي له دې نه ټول ګټه واخلو او زما خصوصاً هیله مې دا ده چې له دې تاريخي فرصت نه موږ او تاسې دWin-Win ګټې حالت ته ځانونه ورسوو.
او زموږ په برخه کې ډېر هغه څه دباندې راوځي او تاسې ورڅخه خبریږی چې هغه هېڅ حقیقت نلري.
زموږ لوی مشکل دا ده چې کوم حکومت چې له موږ نه مخکې په کابل باندې حاکم و هغه پداسې حال کې له کابل نه وتښتېده چې د کابل بانکونه یې هم ټول ورسره لوټلي و.
حتی د افغانستان برق هغه خو له نورو هېوادو راځي له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران نه، موږ ته یې د کلونو کلونو د برق د بېل پور هم پریښی ده.
په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د امریکا په مشرۍ نړيوال ایتلاف په افغانستان حمله وکړه او کابل اداره یې قدرت ته ورسوله، هلته موږ او نورو طالبانو او مسئولینو د ځمکې په سر د ژوند حق نه درلود یا به خامخا مړه کېدلو یا به ګوانتنامو او بګرام بنديخانو ته لوېدلو او یا به غرو ته ختلو.
خو اوس چې موږ قدرت ته رسېدلي يو هغه کسان چې له موږ سره يې دغه چلند کاوه نن هماغه مجاهدین هماغه طالبان د دوی په کورونو باندې پیرې کوي او د دوي حفاظت کوي.
خو بیا هم موږ تروریستان یو او دوی سپینې کوترې دي.
د تېر حکومت ۵ لکه مامورینو ته د اشرف غني په وخت کې چې معاش نه و ورته اجرا شوی شوی هغه معاشونه موږ ورته اجرا کوو او اوس مو ورته شروع کړيدي.
او موږ چې کله راغلي یو، یو کس هم د سیاسي مخالفت له وجهې که هغه غټ افسر وي که هغه وړوکی موږ له وظیفې نه نده لېرې کړی.
یو وخت د ډاکټر اشرف غني په وخت کې د افغانستان ټول زندانونه له افغانانو ډک شو بیا یې د یو نوي قرارداد له مخې نوي زندانونه جوړول شروع کړل نن موږ په ټول افغانستان کې یو سیاسي بندي هم نه لرو.
موږ په ټول افغانستان کې یوه ښځه هم په بندي خانه کې نه لرو.
په ټول افغانستان کې یوه ښڅه هم له وظيفې نه نده ویستل شوې او نه يې معاش قطع شوی ده.
په افغانستان کې په میاشتو میاشتو د کرونا له امله مکتبونه او تعلیم بند و، موږ چې راغلو له صفر نه مو شروع کړ اوس موږ تقریباً ۷۵ فیصده ادارې خلاصې کړي دي.
په افغانستان کې ۳۱۰۰ روغتونونو ته نړیوالو مرستې ورکولې پداسې حال کې چې په هغو روغتونو کې پرون کومه مور کوم ماشوم تداوي کېده نن هم هغه مور ده او هغه ماشوم پکې تداوي کېږي خو نن په هغو ټولو کلینیکونو باندې بهرنۍ مرستې درېدلي دي.
او دا د نړیوالو بشردوستانو لخوا درول شوي دي.
د افغانستان د ولس سرمایه چې د افغانستان مامور ته معاش ورکول کېده او مور او ماشوم ته روزي ځينې رسیدله په هماغه باندې د امریکا متحده ایالاتو بندیز لګولی.
پداسې حال کې چې اوس موږ او امریکا یو د بل نظامي مخالفین نه یو د دوحې له توافق نه وروسته هغوی ته هېڅ نوع تکلیف او ضرر نه ده رسیدلی هغوی چې له افغانستان نه وتل موږ ډېره ښه لار ورکړه خو دا چې اوس دوی بندیز لګوي د دې لپاره به له دوی سره کوم دلیل موجود وي.
له موږ نه خلک همه شموله حکومت غواړي که همه شموله حکومت معنا دا وي چې د ټولو قومونو استازي دې ولري یا د ټولو سیمو، نو موږ په افغانستان کې په خپل حکومت کې په کابینه کې تاجک، ازبک، پښتون، نورستاني، بلوچ دا ټول لرو او که د سیمو خلک وي نو موږ د پنجشیر وزیر هم لرو د بدخشان هم لرو د فاریاب هم لرو د هلمند هم لرو د کندهار او د ننګرهار هم لرو.
او که د اشرف غني حکومت همه شموله و نو زموږ والا ولې نده همه شموله ځکه د هغه حکومت ټول کارکوونکي اوس له موږ سره کار کوي.
او که غرض له همه شموله دا وي چې خامخا دې په کابینه کې په سیاسي پوسټونو باندې د مخالفینو سیاسي کسان راشي نو دنیا دې مهربانې وکړي په دنیا کې دې بل ځای موږ ته مثال را وښیې.
موږ ښاغلي بایډن ته نه وایو چې ته د ټرمپ کسان په خپله کابینه کې واخله.
دوی دې هم موږ ته نه وايي.
ما امریکایانو ته اروپایانو ته دا خبره وکړه چې تاسې افغانستان ته بشري مرستې لیږی د دې مثال داسې ده لکه په یو باغ باندې چې د اوبو ویاله څوک بنده کړي او بیا باغ په بوتل باندې اوبه کوي یا يې په ګلاس اوبه کوي نو تاسې په افغانستان به بندیزونه لګولي د افغانستان خپل اقتصاد مو ورجام کړی او بیا یې په بشري مرستو باندې ۴۰ مېلیونه انسانان چلوی، دا معقوله نه ده.
په افغانستان کې ۵۰ ملکونه وو، امریکا وه، ناټو وه، لوی قدرتونه وو، د ډالرو باران و، بیا یې هم امن نشوای راوستی، بیا یې هم نظام نشوای کنټرولولای، بیا یې هم د قدرت جزیري نشوای له منځه وړلای، نن چې موږ هغه کارونه ټول کړي دي او ټولې دنیا ته مو اطمینان هم ورکړی، زه نه پوهېږم چې اوس دوی نور څه مشکل لري چې له موږ نه یې غواړي.
په داسې حال کې چې طالبان، مجاهدین شل کاله د دنیا تر هغو ټولو پرمختللو وسلو لاندې په غرونو کې ژوند تېر کړ شهیدان شول، زخمیان شول، حتی د بمونو مور پرې استعمال شوهB52 طیارو خپل زړونه پرې يخ کړل، له دومره دباو، له دومره تکلیفو سره چې د دنیا بندیخانې ورباندې ډکې شوې، خو بیا هم هغه دومره مهذب دي چې خپل هېڅ مخالف ته یوه ترخه خبره نه کوي، ایا په تاریخ کې موږ داسې مثال پیدا کولای شو.
نو زه به د خپلو خبرو په اخر کې یو ټوکه وکړم بیا به تاسې ته د سوالو وخت درکړو زه به خپلې خبرې پای ته ورسوم.
وايي دوه کسه نشه یان، چرسیان سره ناست و بیا یې وویل چې راځئ یوه بنګله به جوړه کړو، نو خپل منځ کې، خپل ذهن کې څو چته بنګلې نقشه واچوله بلاخره یې د بنګلې مخ ته د چمني د کرلو خبره وکړه او بیا یې په چمني باندې د ګلانو راګرځولو خبره وکړه، چې داسې داسې به ګلان وکرو، دا نقشه یې ټوله په ذهن کې جوړه کړه، نو بیا هغه بل چرسي ورته وویل چې ته ګلان وکرې خو دغه د کوڅې ماشومان د هغه بل کور ماشومان چې دي بیا ستا دا ګلان درشکوي، در خرابوي یې، نو هغه چرسي را ولاړ شو او د کور ماشومان یې راونیول هغوی ته یې وهل ورشروع کړل. اوس موږ نه پوهېږو چې دنیا کوم چورتونه وهي او په کوم آینده جرم باندې موږ ته سزا راکوي.
نو د افغانستان اوسنی حالت داسې دی لکه څوک چې آینده کوم پروګرمونه لري او قبل الوخت سزا ورکوي.
خو دا یوه خبره شته چې اوس هم افغانان هم ګاونډیان، هم ټوله سیمه په دې پوهه شوې ده چې په افغانستان کې د افغانانو د خوښې حکومت دا د ټولې سیمې په ګټه ده.