ښاغلي ماتیو له موجوده وضعیت څخه د خوښۍ تر څنګ د تېرو کلونو په پرتله د روان ۲۰۲۳ کال لپاره د کلنۍ بودیجې او خدماتو د زیاتولو خبر ورکړ، نوموړي زیاته کړه چي زموږ فعالیتونه په نارمل ډول جریان لري.
ورپسې متقي صاحب د دوی کړنې وستایلې او هیله یې وښوده د هیواد لیرې پرتو سیمو ته د خدماتو غځولو، د شفاخانو اکمالاتي تجهیز او بهر ته د ناروغانو لیږدولو په برخه کي هڅې نورې هم ګړندۍ شي.