د قونسلي خدمتونو په لړ کې د پاسپورټ څانګه د هېواد د ننه دوه ډوله پاسپورټونه (خدمت او ځانګړی) او په بهر کې د سیاسي او قونسلي استازولیو له لارې عادي پاسپورټ صدور/تمدید خدمتونه وړاندې کوي.
خدمت او ځانګړی پاسپورټ، له قانون سره سم د ځانګړو شرایطو له مخې امارتي کارمندانو ته صادریږي. او عادي پاسپورټ په بهر کې د هېواد هر وګړي ته د منل شوو قوانینو پر بنسټ صادرېږي.