کور پاڼه   >   قونسلي چارې    >   د سفارتونو او قونسلگریو خدمتونه

د سفارتونو او قونسلگریو خدمتونه

په بهر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارتونه او قونسلۍ هېوادوالو ته لاندې قونسلي خدمتونه وړاندې کوي:
• افغان وگړو ته د پېژندپاڼو او تذکرو ورکړه.
• افغان وکړو ته د نویو پاسپورټونو ورکړه.
• افغان وگړو ته د پاسپورټونو تمدیدي سټیکر اجرا او نوي کول.
• د پاسپورټونو د ورکېدو په صورت کې، افغان وگړو ته د نویو پاسپورټونو ورکړه.
• هېواد ته د هغو افغانانو د راستنېدو اسانتیاوې چمتو کول، چې پاسپورټ او د سفر رسمي اسناد نه لري.
• په بهر کې د افغاني بندیانو پلټنه، د دوسیو څارنه او له کورنیو سره يې د اړیکو د رامنځ ته کولو او همغږۍ لپاره هڅې کول.
• له بهره هېواد ته د وفات شوو افغان وگړو د رالېږد د اړوندو چارو اسانتیاوې رامنځ ته کول او له کوربه هېواد سره يې د تر لاسه کولو او رالېږد د چارو همغږي کول.
• په بهر کې د افغان وگړو له حقونو دفاع او ستونزو ته یې منظمه رسیدنه.
• په بهر کې افغان وکړو او بهرنیو اتباعو ته د بېلابېلو اسنادو او وثیقو تصدیقول او صادرول.
• د افغانستان د اسلامي امارت د منل شوو طرز العملونو او لوائحو پر بنسټ بهرنیو وگړو ته د افغانستان د بېلابېلو ویزو ورکړه.