کور پاڼه   >   افغانستان  >   د خپلواکۍ ورځې

د خپلواکۍ ورځې

د تاریخ په معاصر دور کې افغانستان هغه هېواد دی، چې د الله جل جلاله په لار کې د سپېڅلي جهاد د فریضې د تر سره کولو په لړ کې یې د خپل میړني ولس په هر اړخیز ملاتړ په یوه پېړۍ کې له دریو زبرځواکو ښکیلاکگرو درې ځلې خپلواکي تر لاسه کړې ده؛ نو په ټول هېواد کې د خپلواکۍ لمانځنې په ویاړ دا درې ورځې د عمومي رخصتۍ ورځې بلل کېږي.
• د زمري 28، 1298 (19 اگست 1919) له فرنگي ښکیلاگر د افغانستان خپلواکي گټل او د خپلواک معاصر افغانستان تاسیس.
• د سلواغې 26، 1366 (15 فروري 1989)، له شوروي ښکیلاگرو د افغانستان خپلواکول او د اسلامي دولت تاسیس.
• د زمري ۲۴مه ۱۴۰۱ (15 اگست 2021)، له امریکایي او غربي ښکیلاک څخه د افغانستان خپلواکي تر لاسه کول او په هېواد کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د اسلامي نظام پیل.