د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل ترکي سيال ښاغلي مولود چاووش اوغلو سره په ترکیه کې د وروستۍ ويجاړوونکې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه ټيليفوني خبرې وکړې.

په پيل کې د بهرنيو چارو وزير محترم چاووش اوغلو ته د افغان حکومت او ولس په استازیتوب د ترکيې حکومت او ولس سره يو ځل بيا خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د خپلو مسلمانو ترکي وروڼو او خویندو سره یې په دغه ستره غمیزه کې ځان شریک وباله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزير له متقي صاحب څخه د ټيليفوني مکالمې او غم شريکۍ له امله مننه وکړه او دا زلزله يې د ترکيې په تاريخ کې د سترو زلزلو له جملې څخه وګڼله چې په لسو ولايتونو کې يې شاوخوا ۱۳ ميليونه وکړي زيانمن کړي.

دغه راز محترم متقي صاحب څرګنده کړه چې د ا. ا. ا. خپل ورور ترکي ولس سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه او که ترکيه غوښتنه وکړي، نو زموږ د ژغورنې او د بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه هم د مرستې او ژغورنې لپاره چمتو دي. متقی صاحب وویل چي انقره کي افغان سفارت هم د مرستې لپاره د زلزلې سیمې ته ټیم لیږلی.

د ترکيي بهرنيو چارو وزير د مرستې د مننې تر څنګ زیاته کړه چې افغانان او ترکان د تاريخ په اوږدو کې يو له بل سره همکاره پاته شوي او که چيرې د مرستې اړتيا پيښه شي په خپلو افغان وروڼو به غږ وکړي.