نن سه شنبه د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ۱۹، د ا.ا.ا. د صنعت او تجارت سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي، د ترانسپورت وزارت معین، د ګمرګونو عمومي مسؤل او مل پلاوي په کراچۍ کې د بندرونو له عمومي رئیس او اړوندو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

د دغې ناستې په لومړی پړاو کې د افغانستان – پاکستان ‏تجارتي او ټرانزیټي مسایلو باندې هراړخیزې خبرې وشوې، او وروسته د کراچۍ په بندرونو کې د افغان تجارانو ستونزې هم تر بحث لاندې ونیول شوې.
په ناسته کې افغان پلاوي هغه آسانتیاوې چې د افغانستان ګمرکونو کې د پاکستاني تاجرانو لپاره برابر شوي یادونه وکړه او هیله يې څرګنده کړه چې ‏پاکستانی لوری هم د افغان سوداګرو د اموالو په ټرانزیټي برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز په پای کې دواوړه خواوو د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې د یوه میکانیزم له لاري د ښو اړیکو او همغږۍ په رامنځته کولو توافق وکړ.