د ا.ا.ا پلاوی د روسیې د تاتارستان پلازمېنې کازان ښار ته ورسېد

نن چهار شنبه د روان کال د ذوالقعده میاشتې ١٨مه، نېټه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزیر ښاغلی مولوي شیخ ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال ‏فورم (راتلونکې جوړونه) ته دګډون په موخه یاد هیواد ته سفر وکړ.
یاد فورم د روان زېږدیز کال له 7 تر 10 مې نېټې دوام مومي، چې د افغانستان په ګډون ورته د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې وزیران لکه؛کوبا، وینزویلا، کنګو، میانمار، زیمبابوی، پاکستان، او قطر حضوري او د 8 اتو هېوادونو.‏لکه؛ ویتنام، شمالي کوریا، ماداګاسکار، نامیبیا، اتیوپي، برازیل او جنوبي افریقا وزیران به په انلاین ډول په فورم کې ګډونوال وي.
په روسیه کې د افغانستان د لوی سفارت سربېره، د متحده عربي امارات، برازیل، کیوبا او زیمبابوې سفیران او ډیپلوماتان هم را بلل شوي دي.