د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل د خپل ټویتر له لاري ویلي؛ تازه د رسنیو راپورونو کې ویل شوي، په ۲۰۲۰ کال د هلمند په ۵۶.۲سلنه ځمکه کوکنارکرل شوي وو خو اوسمهال دغه کچه یوازې ۰.۴ سلنې ته راټيټه شوې، واقعیت تر دې هم ټیټ دی.د ملي حاکمیت او مرکزي نظام په ترڅ کې یادې کچې ته ا.ا.ا. د خپلې بشپړې واکمنۍ په پیل کې رسېدلی او اوسمهال دغه کچه تردې هم ډېره کمه شوې.