‏د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت په سویډن کي د یوه لیبرال افراطي له خوا د قران کریم د نسخې سوځول او د بیان د آزادۍ په پلمه د سویډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.

‏د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د يو مسجد دباندې د دا ډول کرغیړنو اعمالو اجازه ورکول د سویډني چارواکو لخوا دې سپیڅلي دین او قریب دوه ملیاردو، پیروانو ته د اهانت کولو پرته بل هيڅ معنی نه لري.موږ له ټولو اسلامي هیوادونو او سازمانونو، په ځانګړې توګه له او‌ ای سي څخه غوښتنه کوو چې په ټوله نړۍ کې د داډول ناوړه کړنو په ځواب کې ټول اړین ګامونه پورته کړي.