‏نن یک شنبه، د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ١٧ اسلامي اباد کې د افغانستان-پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو او مل پلاوو دو اړخیزه ناسته وکړه.

دغه ناسته کي د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو ‏په باب هراړخيزې خبرې وشوې، دغه راز په ناسته کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.