نن سه شنبه د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ۱۹، د ا.ا.ا. د صنعت او تجارت سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي، د ترانسپورت وزارت معین، د ګمرګونو عمومي مسؤل او مل پلاوي په کراچۍ کې د بندرونو له عمومي رئیس او اړوندو مسؤلینو سره ناسته وکړه.

‏دغه ناسته کې د کراچۍ په ګمرکونو او بنادرو کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو اموالو د ټرانزیت او په دې برخه کې د ځینو ستونزو د دایمي حل په لارو چارو تفصیلی خبرې وشوې.