په مسکو کې د ا.ا.ا. د لوی سفارت لومړی سکرتر محترم حافظ عبدالله یاسر د روان کال د شوال میاشتې په ۲۵مه، نېټه د فلسطینیانو ډله ییز مهاجرت – النکبة په ۷۵ کالیزه کې، چې د فلسطین له مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه ګډون وک

۷۵ کاله وړاندې اسرائیلو د فلسطین پر مقدسه خاوره ولکه ولګوله، چې کابو ۷۲۵ زره فلسطینیان مهاجر او له خپلو کورونو څخه وشړل شول. له همدې نېټې را په دېخوا فلسطینیان دا ورځ د ظلم، بربریت، ناورین او تیري پر وړاندې د حق او عدالت غوښتنې په نوم هر کال نمانځي.
یاده غونډه په مسکوکې د فلسطین په سفارت کې ترسره شوه، چې پر افغانستان سربېره ‏د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو، دولتي استازو او دیني علماوو هم برخه اخیستې وه.
د غونډې ګډونوالو د فلسطین پر بې ګناه مسلمانانو روان ناورین او ظلمونه په کلکو ټکو وغندل او د نړۍ له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل ترڅو د دغه ظلم پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.