د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د بهرنیو چارو وزارت کې د قطر د دولت وزیر محترم دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې
په دې ټیلیفوني مکالمه کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱تنه افغانانو د راستنولو بهیر او پاتې پړاوونو باندې کار او افغانستان ته د مهاجرینو د وروستیو څپو په تړاو خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مخ پر وده وبللې او د جرمني فډرال جمهوریت سره وروستیو خبرو او پرمختګونو کې یې د قطر د اسانچاریو مننه وکړه.
مولوي امیر خان متقي هيله څرگنده کړه، چې د بشري ادارو په مرسته به وکولای شو چې له جرمني څخه راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي او ډاډ یې ورکړ چې جرمني کې به د افغان دیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه هم په مثبت ډول پرمخ ولاړشي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ښاغلي دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي وویل چې افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او په دې وروستیو کې یې د قطر په اسانچارۍ د افغانستان او جرمني ترمنځ وروستی پرمختګ مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د قطر دولت به د دې پروسې راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.
د قطر د دولت وزیر همداراز وویل، چې هېواد یې افغانستان ته د مهاجرینو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړونده ارګانونو سره کار کوي چې د افغانستان حکومت سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.