د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره د‌کډوالۍ د نړيوال سازمان د دفتر رييس وکتل

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دکتور محمدنعیم د کډوالۍ د نړیوال سازمان د عمومي مشرې د دفتر له ريیس محمد عبديکر سره وکتل.
د کتنې په لړ کې د افغان کډوالو په جبري ایستنه، بې‌ځایه شویو کورنیو او د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، کډوالي د بشري حقونو جدي مسئله وبلله او ټینگار یې وکړ چې افغان کډوالو ته دې د عزتمندانه راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.
ښاغلي عبديکر د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې لکه سراسري امنيت ټينګول د مخدره موادو پر ضد کاميابه مبارزه او اقتصادي زيربناوو کار کول وستايل په ځانګړي ډول له راستانه شويو کډوالو سره د اسلامي امارت مسوولانه او موفق چلن او هر اړخيزه همکاري وستايله او هم يې له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې گډ بشري مسووليت وبله.
په ورته مهال دواړو خواوو د گډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینگار درلود.