د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سره د اغاخان پوهنتون  رييس وکتل

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دکتور محمدنعیم د اغا خان پوهنتون له ريیس ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین او د اړوند بنسټ له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د روغتیا، تعلیم، زیربناوو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، د یاد بنسټ د اغېزناکو فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغان ډاکټرانو روزنې، ارتقای ظرفيت او د روغتیايي مرکزونو تجهیز او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې يې د دغه بنسټ همکاري مهمه وبلله.
د اغا خان بنسټ استازو، د ياد بنسټ له لوري د همکاریو د پراخولو هوډ څرگند کړ.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوی ته د اړينو اسانتياوو ډاډ ورکړ.