د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره د جاپان سفیرد خدای پامانۍ ناسته وکړه

په دې ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د ښاغلي کورمايا د ماموریت ستاینې ترڅنگ؛ د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي ارزښت یادونه وکړه او هم يې د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پراختیا ټینگار وکړ.
همداراز دکتور محمدنعيم د افغانستان ثبات، د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوي، د اداري فساد له منځه وړلو او د زیربنایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او له نړیوالې ټولنې یې د مثبت درک غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه چې په اړيکو کې پرمختګ هغه وخت ښه راتلی شي چې اړخونه يو د بل ګټې مصلحتونه ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي

د جاپان سفير هم د امنیت شتون، د مخدره موادو ضد هڅې او روانې زیربنایي چارې وستایلې او ټینګار يې وکړ چې جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.
په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لاپراختیا او دوام هم ټينګار درلود.