د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا  په بېلابېلو سیمو کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شويو تلفاتو خپله ژوره خواشيني ښيي

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د‌ دې غميزې له امله د قربانيانو له کورنيو، ټول ولس او حکومت سره خپله خواخوږي ښيي او د الله تعالی له دربار څخه د ټولو قربانیانو لپاره د رحمت، د ټپیانو لپاره د عاجلې بشپړې روغتیا او د پاتې شویو کورنیو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کوي.