د زلزلې د زیانونو په اړه د ډیپلوماټیکو او نړیوالو سازمانونو استازو غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله ربالعالمین وصلام وسلام علی رسوله محمدوعلی اله و اصحابه اجمعین.

امابعد:

ـ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ.

د دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو، په کابل کې مېشت کور دیپلوماتیک

درنو حاضرینو،

په خیر راسئ او هر کله راسئ.

خوشاله یم چې داسې مهال ستاسې ښاغلو او آغلو کوربه یم، چې توانېدلي یو چې د د دوستو او خواخوږو دولتونو او خپل ولس په همکارۍ د هېواد د ختیځ کونړ ولایت د زلزلې په پایله کې د ژغورنې عملیات پای ته ورسوو.

له شک پرته چې په کونړ کې د تېرې زلزلې ویجاړۍ او ځاني تلفات د پام وړ و.

دغه زلزله د ۲۰۲۵ کال د اگست پر ۳۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ل کال د ربیع‌الاول له ۷مې سره سمون خوري، د ماښام په ١١ بجو ٤٧دقیقو افغانستان د کونړ ولایت د څوکۍ او نورگل ولسوالیو په غرنیو سیمو کې د ۶ رختر په شدت سره وشوه. زلزلې د کونړ، ننگرهار، لغمان او نورستان ختیزو ولایتونو کې د خلکو ژوند او کورونه سخت زیانمن کړي دي.

له یادې زلزلې وروسته شاوخوا تر یوې اوونۍ سیمه کې  د زلزلو ټکانونه احساسېدل.

له پېښې سره سم، د افغانستان اسلامي امارت له لوري د مرستو رسونه کې د شفافیت اصل یقیني کولو په موخه عالي کمیسیون ایجاد شو چې د عملیاتو تر پایه یې په ډېر مؤثر ډول د ژغورنې عملیات او اړمنو ته د مرستو رسونې بهیر په ډېر ښه ډول مدیریت او شفافیت تضمین کړ.

 له کابل، ننگرهار او د کنړ له مرکز څخه د ژغورنې دولتي ډلې د هوايي ځواک په مرسته سیمې ته واستول شوې. دا چې سیمه غرییزه او صعب العبوره وه زموږ د ژغورنې د عملیاتو ډېره تکیه پر هوايي ځواک وه. د ژغورنې په ټولو عملیاتو کې زموږ ۱۰ هلیکوپټر الوتکې او یوه اې ان ۳۲ الوتکې برخه اخیستې وه چې د ۲۰ تنو ماهرو او اراضي سره اشنا پيلوټانو په مرسته یې په دې موده کې تر ۴۴۱ الوتنې وکړې. په دې الوتنو کې د پېښې سیمې ته د اړتیا وړ توکي لکه خواړه، دارو درمل، البسه او طبي او د ژغورنې ټیمونه لېږدول کېدل او د پېښې له سیمې څخه یې جوړشوي کیمپ،  د ننگرهار مرکز جلال اباد ښار او کابل ته هغه ټپیان لېږدول چې ټپونه یې ژور و چې طبي عمل ته یې اړتیا بېړنۍ وه.

افغانانو ته دا ډېر ستر بدلون دی، چې له لسیزو جگړو او بې‌ثباتۍ وروسته چې الوتکې په کې یوازې جگړو او بمبارد لپاره کارېدلې او د الوتکو د الوت غږونو سره د مرگ وېره مله وه، اوس دغه الوتکې په بېړنیو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو پر وسیلو بدلې شوي دي او د ژوند خوندي کولو زېري له ځان سره راوړي.

له دې فرصت څخه په استفادې پر هغو هېوادونو غږ کوم چې څلور کاله وړاندې کله چې د تحول پرمهال ځینو کړیو د افغان ولس د هوايي ځواک شتمني، الوتکې له هېواد څخه بهر وتښتولې او ځینو گاونډیو هېوادونو ته یې یوړې، باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي ترڅو په دغه ډول د خیر او ژوند ژغورنې عملیاتو کې ترې گټه پورته شي.

دا چې ځینو سیمو کې د ژغورنې د ډلو فعالیت ستونزمن برېښېده، آن زموږ د کمانډو ځواکونه سیمې ته کښته کړای شول ترڅو د پاتې خلکو ژوند وژغوري.

د ژغورنې د عملیاتو په پای کې پېښو سره د مبارزې عالي کمیسیون د تلفاتو، ټپيانو او ورانیو وروستۍ شمېرې په لاندې ډول ښودلي دي:

•           شهیدان: ۲۲۰۵ تنه

•           ټپیان: ۳۶۴۰ تنه

•           ویجاړ شوي کورونه: ۵۴۱۲ کورونه

له پېښې سره سم، د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې هغو هېوادونو سره د اړتیاوو په اړه معلومات شریک شول چې پوښتنه یې کوله ترڅو مرستې له اړتیاوو سره سمې چمتو کړي.

د پېښې په سیمه کې تر ډېره د خېمو، جامو، درملو او خوراکي توکو اړتیا وه.

له نېکه مرغه چې د مرستو په برخه کې د حکومتي او ولسي مرستو ترڅنگ د سیمې او نړۍ دوستو او خواخوږو هېوادونو هم د البسې، خوراکي توکو، دوا او درملو او سیارو طبي مرکزونو په برخو کې مرستې وکړې.

د ځینو دوستو هېوادونو د ژغورنې ټیمونو هم په ساحه کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخیسته چې ځانگړې مننه ځیني کوو. 

د مرستندویه هېوادونو په برخه کې د قطر دولت، چین ولسي جمهوریت، متحده عربي امارات، ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان اسلامي جمهوریت، هند جمهوریت، روسیې فدراسیون، ازبکستان جمهوریت، تاجکستان جمهوریت، ترکمنستان، جاپان، بنگلدیش جمهوریت، سویس او نورو څخه د زړه له تله مننه کوو چې په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنگ ودرېدل او پر وخت یې مرستې وکړې.

همداراز له ټولو هغو دولتونو، سازمانونو او ټولنو څخه مننه کوو چې په دې پېښه کې يې له موږ سره غمشریکي کړې او څرگندونې يې لرلې دي.

درنو حاضرینو،

د کونړ زلزله که څه هم ډېره ورانوونکې او دردونکي پېښه وه چې موږ ته یې ډېر مادي، مالي او انساني زیانونه ورسول؛ مگر له نېکه مرغه زموږ د حکومت اړوندې ادارې، لکه د ملي دفاع وزارت اړوند هوايي ځواک، کورنیو چارو وزارت او محلي حکومت، پېښو سره د مبارزې ملي ادارې، د سرې میاشتې ټولنې، د عامي روغتیا وزارت، د ټولگټو چارو وزارت، د کلیو د پراختیا وزارت او گڼو نورو ادارو له پېښې سره سم خپل ټول امکانات په کار واچول، سیمې ته یې ځانونه ورسول او له پېښې وروسته د وضعیت مدیریت کې يې ډېر مثبت رول ولوباوه.

همداراز، دا پېښه که څه هم داسې غمیزه وه چې ټول وطن یې ودرداوه؛ خو په ورته وخت کې د ټول وطن خلک د کونړ د خلکو ترڅنگ ودرېدل او په ولسي ډول زیانمنو سره پراخې مرستې وشوې او ان د ژغورنې عملیاتو کې د گډون په موخه ډلې ډلې خلک کونړ ته ورسېدل چې دا زموږ د ولس ملي او اسلامي احساس او د یووالي بارز مثال دی.

وطن کې د مېشتو افغانانو ترڅنگ له هېواده بهر هم د مېشتو افغانانو ټولنو د مرستو په برخه کې خپل چمتووالی ښکاره کړ؛ خو له بده مرغه چې پر افغانستان د غیرقانوني او ظالمانه بندیزونو له امله زموږ وطنوالو ونه شوای کولای خپلو زلزله‌ځپلو وطنوالو ته مرستې راولېږي!

دا د ډېر افسوس وړ او د ټولو بشري موازینو خلاف کار دی چې یو څوک له طبیعي آفت ځپلو انسانانو سره هم د مرستې مخنیوی کوي!

په دې اساس یو ځل بیا غږ کوو چې پر افغانستان لگېدلي بندیزونه لرې شي ترڅو افغانان په خپلو ظرفیتونو له خنډ پرته د وطن په ابادۍ کې برخه واخلي.

همداراز د دې پېښي له امله له ټولو هغو دولتونو او سازمانونو مننه کوم چې په دې غم او خدمت کې زموږ ترڅنگ ودرېدل، مرستې يې وکړې او یا یې د غمشريکۍ او افغانانو سره د درېدو اعلامې یې نشر کړې.

دا ټولې مرستې او همکارۍ د قدرداني او مننې وړ دي. که څه هم هغوی چې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، د هغوی درد او رنځ په دې مرستو له منځه نه ځي؛ مگر بې له شکه چې د هغوی د کړاو په کمولو کې ټولو هڅه کړې ده.

درنو حاضرینو،

تر دې مهاله موږ وتوانېدو چې د زلزلې کړکېچ سره آني او بېړنۍ مرسته وکړو چې له نېکه مرغه په دې برخه کې بریالي وو.

زلزله‌ځپلو سیمو کې د ویجاړیو د اوږدمهاله مدیریت په موخه موږ غواړو، د بې‌کوره شوو ټپ او درد مرهم کړو، هغوی لپاره د سرپناه او ثابتو کورونو، ویجاړوو شوو صحي مرکزونو، مکتبونو او مدرسو، زراعتي زېربناوو او ورته نورو مواردو جوړول زموږ لومړیتوب دی.

دا چې په سیمه کې د ژوند لومړنۍ زېربنا ضربه لیدلې ده نو اړتیا ده چې په دې اړه د بیارغونې منځنمهاله او اوږدمهاله پلان ولرو. 

هیله من یو چې په دې برخه کې هم وتوانېږو د کونړ د زلزله‌ځپلو کړاو او رنځ یو څه کم کړو.

دا د زلزله‌ځپلو سیمو او د حکومت او بهرنیو مرستندویه لوریو له خوا د متأثره سیمې د مدیریت عمومي انځور و او مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو څخه د مننې مراتب و چې ستاسې مخې ته وړاندې شول.

ستاسې له راتگ مننه کوم او هیله کوم چې دغه موارد او زموږ مننه او قدردانی خپلو پلازمېنو او مرکزونو ته او د بهرنیو چارو محترمو وزیرانو ته ورسوئ.

ډېره مننه

نورې ویناوې...