د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د مصر په شرم الشیخ ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د قطر د ورور دولت د امیري دیوان اړوند درې تنو منسوبینو د ژوند له لاسه ورکولو او دوو تنو ټپي کېدو په خاطر د خپلې ژورې خواشینۍ او غمشريکۍ مراتب د قطر دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو سره شریکوي.