د فلسطیني اسیرانو په حق کې د صهیونیستي رژیم د پارلماني پرېکړې غندنه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلي اشغالګر رژیم د پارلمان له خوا د هغه قانون تصویب په کلکه غندي چې له مخې یې پر فلسطیني بندیانو د اعدام سزا تطبیق ته لار اوارېږي.

دغه اقدام د تکراري مظالمو په ادامه، د فلسطیني ولس د اساسي حقونو ښکاره نقض او د عدالت او بشري اصولو سره په ټکر کې دی، چې په تبعیضي ډول یو مظلوم ملت هدف ګرځوي.

موږ له نړیوالې ټولنې او اړوندو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د دې ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره لازم او عاجل ګامونه پورته کړي.