د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دکتور محمد نعیم په کابل کې د جاپان له سفیر ماساموتو کینیچي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او جاپان پر دوه اړخیزو اړیکو، ګډو ګټو او دوامداره همکاریو خبرې وشوې.
د جاپان سفیر د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله څرګنده کړه، په افغانستان کې یې د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي او اغېزمنې مبارزې او د ښه امنيتي وضعيت او نورو پرمختګونو ستاینه وکړه او هم يې د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د بروکسل د غونډې هرکلی وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د جاپان د مثبت دریځ او له افغانانو سره د دغه هېواد د همکاریو قدرداني وکړه، د دوه اړخیزو اړیکو او د متقابلو اړيکو پر پراختیا او پياوړتيا یې ټینګار وکړ
په پای کې دواړو لوريو د ګډې همغږۍ او همکارۍ لپاره ناستې مهمې او ضروري وبللې