په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر عمومي رئیس، سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د ”ډیپلوماسۍ او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو“ په اړه علمي وينا وکړه.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو په ګډون د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په وينا کې د عامه ډیپلوماسۍ او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر مهمو وسایلو او میکانېزمونو بحث وشو، همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د رامنځته کېدو تاریخ، بېلابېلې ادارې او تشکیلاتي جوړښت یې روښانه شول.
همدارنګه، په اسلامي سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په بېلابېلو غونډو کې د افغانستان په اړه د نیول شویو پرېکړو، په کابل کې د سازمان د دفتر له لوري د دغو پرېکړو د پلي کېدو د تعقیب، او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملاتړ په موخه د سازمان د رول او هڅو په اړه هم تفصیلي خبرې وشوې.
په پای کې ګډونوالو ته فرصت ورکړل شو چې خپلې پوښتنې او لیدلوري مطرح کړي، او پر ځينو موضوعاتو هراړخيز بحث او د نظر تبادله وشوه.

