‏نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د اوبو او بریښنا سرپرست وزير ملا عبد اللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت خاص استازي حسن کاظمي قمي سره ليدنه وکړه.

په دغه ناسته کي چي د بهرنیو چارو وزارت کي تر سره شوه د افغانستان په اقتصادي وضعیت، سیاسي روابطو، او مثبتو ‏تحولاتو خبرې وشوې.
ښاغلي متقي ددواړو هېوادونو دچارواکو تر مينځ خبري ګټورې وبللې او د اړيکو په پیاوړتیا ېې ټينګار وکړ.
محترم ملا عبداللطیف منصور د اوبو او بریښنا په اړه د اسلامي امارت دریځ او اړتیا څرګنده کړه.
حسن کاظمي قمي دتيرو ناستو په تدوام د معادنو، زراعت، انرژي او ‏اوسپنې پټلۍ د مشترکې پانګونې په اړه د خپل حکومت پوره اماده ګي ښکاره کړه.
په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د جوړېدو او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او په تدوام ېي ټینګار وشو.