د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هغو هیوادونو او مرستندویه ادارو څخه ځانګړې مننه کوې چې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې عاجلې مرستې ترسره کړې او یا یې هم ژمنې کړې دي

. موږ د طبعي پیښو سره د مبازرې په خیریه بنسټونو او نړيوالو غږ کوو چې د انساني همدردۍ لمخې له افغان ولس سره خپلې عاجلې او هر اړخیزې مرستې ترسره کړي ترڅو متضررين هیوادوال له مالي اړخه خپل معیشت بيرته ورغوي. د بهرنیو چارو وزارت ټولو مرسته کوونکو هیوادونو او نهادونو ته ډاډ ورکوي چې د مرستې په شفاف او عاجل ډول رسولو کې به هرډول تسهیلات برابروي.