په ډیره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د اسلامي نړۍ لوی عالم، ستر داعي او د لکونو انسانانو روزونکی او استاذ، شیخ محمود افندي په حق رسیدلی.

د افغانستان د اسلامي إمارت د بهرنيو چارو وزارت د دغه ستر عالم مړينه نه جبرانیدونکې ضايعه بولي، مرحوم ته د جنت فردوس غوښتنه کوي، کورنۍ او شاګردانو ته يې د زړه صبر غواړي، د ترکیې قدرمن ولس او ټولې اسلامي نړۍ ته یې تعزیت وړاندې کوي.