په هېواد کې د شل کلن امریکايي اشغال له ټولو کړاونو او ځورونو وروسته په افغان مېړني او مجاهد ولس د الله جل جلاله پېرزوینه وه، چي اسلامي امارت یې بیا په هېواد حاکم او د دې حاکمیت سپین بیرغ یې د هېواد پر لوړو او ژورو رپاند کړ. د څښتن تعالی د دې بې ساري نعمت د شکرانې په پار په هېواد کې یو ځل بیا تر همدې سپین محمدي بیرغ لاندې اسلامي نظام په بشپړ قاطعیت او ژمنتیا اعلان شو. یرغلگر امریکایان او لاسپوڅي یې له هېواده تېښتې ته اړ کړل شول او هېوادوال مو له هر ډول ناخوالو او کرکجنو کړو وړو هوسا او د ټول هېواد په کچه سراسري امنیت رامنځ ته شو.
هو، د ۱۴۰۱ د زمري ۲۴مه (۱۵مه اگست ۲۰۲۱)، هغه ورځ ده، چې د افغانستان او نړۍ د ننني تاریخ ځلانده؛ خو واقعا هیجانه ورځ ثبت شوه. خلکو او نړیوالو د افغانانو د متین او راسخ عزم او د امارت د سپېڅلې مبارزې رښتونولي عملا درک کړه او د نظام او افغانانو لپاره دا سرښندنه او مېړانه تر بل هر څه لویه ارزښتمنه لاسته راړونه ده، چې ویاړ یې د هر متعهد او پر دین مین افغان په زړه کې د تل لپاره خوندي دی.
هوکې! د زمري په ۲۴مه؛ په هېواد کې د بهرني اشغال ټغر ټول، د ظلم او ستم لاسونه غوڅ، د وحشت زولنې ماتې، د قدرت جزيرې ختمې او د جگړې او غچ اخیستنې نادوده فکر په عمومي عفوه محوه شو. د هېواد په ټول قلمرو د خپلواکۍ ځلانده لمر خپلې پلوشې وغوړولې او د افغان متدين ملت نه هېرېدونکو مېړانو او کارنامو د تاريخ په زرينو پاڼو کې د امپراتوريو د ماتې نوی باب اضافه کړ.
لله الحمد؛ اوس مو هېوادوال او مجاهد ولس د واحد اسلامي نظام تر چتر لاندې د سراسري امنيت په غوړېدلې فضاء کې پرته له کومې وېرې او ترهې د هېواد د گوټ گوټ نندارې کوي، له خپلو کورنيو سره د ژوند ارامې شېبې په خوښۍ او خوشحالۍ تېروي، ورځ تر بلې د جگړو د ویرونو پر ځای د سياسي، اقتصادي،کلتوري او ټولنیزو پرمختگونو سربېره د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پر ځان بسیاينې خبرونه اورېدل کېږي.
د اسلامي امارت مشرتابه -الله یې دې ساتندوی او مرستندوی شي- په ټول اخلاص، امانت دارۍ او د دې الهي مسوولیت په بشپړ درک د هېواد واگې او چارې رهبري کوي، د خپل رعیت او خلکو د هوساینې فکر کوي او د هغوی د نېکمرغۍ، مال او نفس د ساتنې او عزت پالنې خدمت یې د خپلې واکمنۍ اساسي کرښې ټاکلې دي.
نن، د زمري په ۲۴مه، د افغانستان اسلامي امارت واکمني خپل درې کلن مزل پوره کړ، د بهرنیو چارو وزارت له هغې ورځې چې د هېواد د کورني او بهرني سیاست د اصولو د ترسیم او له نړۍ سره د مانا درلودونکي تعامل په رامنځته کولو دنده ور وسپارل شوه. د وزارت مشرتابه په ټول متانت او ځراکت وکولای شوای، په تېرو دریو کلونو کې له سیمې او نړۍ سره د پېچلو او اوږدو بحثونو، پرله پسې سفرونو او مهمو لیدو کاتو په ترڅ کې د دې وزارت کاري استقامت او د فعالیتونو څرنگوالی د ملموسې سیاسي تگلارې او سیاسي لیدلوري څرگند مطرح کړي.
د بهرنیو چارو ویاړلي مشرتابه له هغې ورځې، چې د دې وزارت د چارو د مدیریت او سرپرستۍ لپاره غوره کړل شو او د وږي په ۱۶مه د افغانستان اسلامي امارت د سرپرستې کابینه له اعلان سره سم یې عملا چارې په لاس کې واخیستې، تر ټولو لومړی یې د وزارت اداري چوکاټ منظم کړ، د بشري ځواک گومارنې په لړ کې یې د جهادي مبارزې د صف له باتورو مجاهدینو سربېره متدین، ژمن علمي شخصیتونه هم راجلب کړل. په بهر کې د افغانستان له لس گونو سیاسي استازولیو سره اړیکې ټینگې شوې او د بهر مېشتو افغانانو او بهرنیانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو لړۍ پیل او په جدیت یې کړنې بېرته عادي حالت ته راوگرځول شوې. په هېواد کې یې بهرنیو شته سیاسي او ډیپلوماټیکو استازولیو ته د کاري چاپېریال ډاډ ورکړ او د یو لړ بندو استازولیو بېرته پرانیستنې او حضور ته یې عملا کار وکړ او له سیمې او نړۍسره د افغانستان د سیاسي تعامل کچه مخ په پیاوړتیا او پراختیا شوه.
دا ځانگړی راپور د بهرنیو چارو وزارت د درې کلن سیاسي مزل په پار چمتو شوی دی، چې لومړۍ برخه یې د وزارت د داخلي چارو له مدیریت پیلیږي، ورپسې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سیاسي استازولیو له همغږۍ سربېره د افغانستان د بهرنیو سیاسي استازولیو د کنټرول چارې وړاندې شوې دي. په دوهمه برخه کې افغانستان ته د بهرنیانو په ځانگړې توگه د دیني عالمانو د پلاوو د راتگ او له اسلامي امارت سره یې د خواخوږۍ او ورسره له نیژدې د دوستانه بحثونو معلومات شریکېږي. د راپور درېیمه برخه د بهرنیو چارو د محترم مشرتابه د بهرنیو سفرونو، په هېواد کې له بهرنیو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته او د اسلامي امارت د سیاسي تعامل او له نړۍ سره د افغانستان د مانا دار نښلون په موخه اړوندو دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او بحثونو ته ځانگړې شوې ده.
په داسې حال کې؛ چې له اشغاله تازه راوتلي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي، اقتصادي او کلتوري فضاء ډېره بې خونده او له هر راز ابهاماتو او اتهاماتو ډکه وه، د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او د وطن د علیا مصالحو د پالنو په لړ کې د هر اړخیزې او خپلواکې رښتونې تگلارې نه شتون او ورته د نظام د اولویتونو پر بنسټ د دې برخې رغونې او پیاوړتیا په تکل کلک هوډ، ستړي کار، ځیرک مدیریت او اغېزمنې ستراتیژي ته اړتیا وه.
د بهرنو چارو وزارت ته مشرتابه او کاري ډله یې په داسې حال کې راننوتله، چې د وزارت ډېری رییسان له هېواده تښتېدلي وو، اداري سیتسم یې په یو نامنظمه بڼه پرېښی او تر ډېره هڅه شوې وه، چې ننگونکی کاري چاپېریال وړاندې شي؛ خو په لږ وخت کې دا تشه په خورا تدبیر او لوړه حوصله د جهادي دور د زړه ورو مجاهدینو له ټاکلو سربېره د هېواد د علمي او اکاډیمیکو شخصیتونو په ساتلو او راجلبولو ډکه او ټولې چارې د مرکزي ریاستونو په گډون د هېواد د لویو ښارونو سربېره په نهو سیاسي استازولیو کې فعالې او منظمې کړل شوې او د تېر په پرتله یې په ښه توگه خپل کارونه او خدمات پیل کړل.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ورځنیو قونسلي چارو او خدمتونو د اسانتیا په لړ کې وتوانېد، چې ولایتي استازولۍ د مرکزي ډېټابېس سره وصل کړي، څو هېوادوال وکولای شي، چې خپل ټول اسناد له مرکز سربېره په ولایتونو کې هم تصدیق کړي. له دې سربېره د قونسلي خدمتونو ځانگړی خدمت هم رامنځ ته شو، چې له مخې یې هر څوک کولای شي د ورځو اوږده انتنظار په ځای د دوو یا دریو ساعتونو په ترڅ کې خپل اسناد تصدیق او خلاص کړي.
له هېواده بهر د افغانستان په اړوندو استازولیو کې د بېلابېلو خدمتونو اسانتیاوې رامنځ ته شوې، هلته په اړوندو هېوادونو کې مېشت هېوادوال د قونسلي خدمتونو له اسانتیاوو او د پېژند پاڼو او پاسپورټونو له وېشه په عادي توگه برخمن دي.
د افغانستان د سیاسي استازولیو د چارو او کړنو د مدیریت او اداره کولو په لړ کې اوسمهال د افغانستان اسلامي امارت په ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، تاجکستان، روسیه، چین، ترکیه، متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان، مصر، عمان، اردن، عراق، کویټ، پاکستان، ایران، هند، بنگله دیش، اندونیزیا، مالیزیا، بلغاریا، چېک، هالنډ او هسپانیه په هېوادونو کې د خپلو استازلیو سره تعامل لري او خپلو هېوادوالو او بهرنیانو ته د همدې استازولیو له لارې ډیپلوماټیک او قونسلي خدمتونه وړاندې کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لنډه موده کې وکولای شي، له څو لیسزو جگړو راوتلی افغانستان، د سیاست په دروازه، د امن په جونگړه، د تجارت په پلازمېنه او د سیمې د خپلمنځي رقابت پر ځای د سیمې د پرمختگ پر ډگر بدل کړي! دې موخې ته د رسېدو په تکل یې د گاونډيانو په گډون، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د اسلام اصله، متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې د تعامل غیږ پرانېسته.
په کور دننه د سیاسي استازولیو او ډيپلوماټيکو غړو لپاره د ډاډمن چاپېریال او کاري اسانتیا رامنځته کول، د اړوند چارو او کړنو ښه انسجام او د سفارتونو سره دوامدارې اړیکې پالنه، هغه چاره وه، چې له هېوادونو سره تر پرله پسې اوږدو او پېچلو بحثونو وروسته د هغوی د قناعت او د واقعیتونو د درک په پایله کې ځینو یې خپل حضور ته پیاوړتیا ورکړه او یو شمېر تللو یې بېرته خپل شتون او فعالیت بیا ځلي وښود او ځینې نورې یې د ژمنو تر بریده راغلې دي، چې په نیژدې راتلونکې کې به خپل ډیپلوماټیک تعامل او له افغانستان سره راکړه ورکړه بېرته پیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په لومړي کال په کابل کې د چین، روسیې، ازبکستان، عربي متحده اماراتو، هند او اروپايي ټولنې سفارتونه یو په بل پسې بېرته پرانیستل شول. روسیه، چین، ازبکستان، ایران او پاکستان بیا هغه هېوادونه وو، چې د اسلامي امارت استازي یې په همدې لومړي کال په خپلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته ومنل او د افغانستان استازولۍ یې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته په واک کې ورکړې.
د سفارتونو د پرانیستیا او لوړ ډیپلوماټیک تعامل په لړ کې، چین لومړی هغه هېواد و، چې په کابل کې یې خپل سفارت ته، رسمي سفیر ښاغلی ژاو شینگ راولېږ او خپل باور لیک یې په ۲۲ سنبله ۱۴۰۲- ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳ نېټه، د ا.ا.ا رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند ته وړاندې کړ او رسما ومنل شو.
د چین سربېره د نورو بهرنيو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماټیکه لېوالتیا هم له افغانستان سره د سیاسي تعامل هغه گام وو، چې د تېرو دریو کلونو په لړ کې تر دې دمه شاوخوا ۲۶ سفارتونه او قونسلگرۍ بېرته پرانیستل شوې تر شاوخوا ۲۲هېوادونو خپل نااستوگن سفیران د افغانستان لپاره ونومول، ان د مرکزي امریکا هېواد نیکاراگوا هم د افغانستان لپاره خپل نااستوګن سفیر نوماند او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له منلو سره سم په چین کې د ا.ا.ا. سفارت ته ورسره د همکارۍ او همغږۍ لارښوونې وشوې.
په بهر کې د افغانستان د استازولیو د مدیریت او کنټرول او د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو د منښت په لړ کې هم چین لومړی هغه هېواد و، چې د ا.ا.ا رسمي سفیر ښاغلی مولوي اسدالله ( بلال کریمي) یې په بیجینگ کې د افغانستان سفارت ته د رسمي سفیر په حیث ومنه او باور لیک یې د چین ولسمشر ښاغلي شيجینپينگ ته د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو د منلو د مراسمو په ترڅ کې په ۱۰ دلو ۱۴۰۳نېټه، رسما وړاندې او د هغه له لوري ومنل شو.
دا مهال په افغانستان کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، تاجکستان، روسیه، چین، ترکیه، متحده عربي امارت، قطر، سعودي عربستان، مصر، پاکستان، ایران، هند، اندونیزیا او ایټالیا هېوادونه سفارتونه او ځینې یې د افغانستان د کندهار، هرات، مزار شریف او ننگرهار په ښارونو کې پرانیستې قونسلگرۍ هم لري. د ملگرو ملتونو د ډېری سازمانونو سربېره د اروپايي اتحادیې، اسلامي همکاریو سازمان او نورو نړیوالو ادارو او سازمانونو خپل دفترونه پرانیستې او خپل چارې عادي په مخ بیايي.
په افغانستان د اسلامي امارت حاکمیت او د اسلامي نظام اعلان د اسلامي نړۍ او ځینو هېوادونو د اسلامي سازمانونو او دیني علماوو پاملرنه راجلب کړه او په دې لړ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د رسمي او نا دولتي اسلامي سازمانونو او ټولنو مشران او پلاوي له اسلامي امارت څخه د رښتوني درک په لړ کې افغانستان ته سفرونه وکړل او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د هغوی د هرکلي او راتللو په لړ کې عاجل او فوق العاده اسانتیاوې رامنځ ته کړې او د دوی هر کلی یې وکړ.
د ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان سربېره د بریتانیا او له ځینو نورو هېوادونو دیني علماوو سفرونه وکړل، د اسلامي امارت له مشرانو او چارواکو سره یې لیدنه او دوستانه مجلسونه وشول او د هېواد بېلابېل ښارونه او سیمې یې له نیژدې ولیدلې، چې په دې سره په هېواد کې د اسلامي نظام اړوند د هغوی د تفکر او برداشت انگېرنه سملاسي بدله او د نړۍ په کچه یې د خواله رسنیو او نړیوالو تلویزیونونو څخه د اسلامي امارت ملاتړ او تایید وکړ، لیکنې او کتابونه یې ولیکل او خپاره کړل او په دې اړه یې اوږده تلویزیوني بحثونه هم د مجازۍ نړۍ پر مټ خپاره کړل. افغانستان ته د همدې اړیکو پاللو په لړ کې یو شمېر پېژندل شوو علماوو او مهمو شخصیتونو په لاندې توگه سفرونه تر سره کړي دي:
طی سه سال گذشته، مقامات عالیرتبۀ کشورهای مختلف جهت تقویت تعامل سیاسی و روابط اقتصادی و فرهنگی با افغانستان به کشور سفر نموده اند، بهویژه سفرهای نخستوزیران و وزرای خارجه به همین منظور انجام شده اند که طی آن در رابطه به تعامل دوجانبۀ سیاسی، اقتصادی و فرهنگی با وزارت امور خارجه بحث صورت گرفته و در نتیجۀ گفتوگوها، این روابط در حال تقویتیافتن و پیشرفت اند. درین زمینه، ضمن مقامات عالیرتبۀ کشورهای همسایه، سفرهای مقامات کشورهای منطقه و جهان نیز انجام یافته است.
افزون برین، به سلسلۀ تعامل سازندۀ سیاسی با افغانستان، نشستهای چندجانبه و پلتفورمهای بحث به سطح منطقه و جهان در داخل و خارج کشور ایجاد شده اند که بحثهایی در رابطه به موضوعات مهم مطرح نموده و راهحل ها ارائه نموده است.
هیئت امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی امیرخان متقی به دعوت جمهوری اسلامی ایران به تهران سفر نمود و در این دیدار پیرامون روابط دوجانبه اقتصادمحور سیاسی، تجارت، مواد نفتی، ترانزیت و مسائل امنیتی گفتگو شد. دو طرف افغانستان را مسیر اتصال آسیای مرکزی و جنوبی خواندند که از طریق آن هر دو کشور میتوانند در جهت صادرات و ترانزیت بهره ببرند.
آقای متقی به کمکهای کوتاهمدت و توزیع آن بر اساس نیازمندی و اولویتهای مردم افغانستان تأکید نمود. در پایان هم روی رسیدگی عاجل به حوادث طبیعی، افزایش روحیه همکاری و همآهنگی، حرکت از کمکهای بشردوستانه به سوی کمکهای انکشافی و ایجاد مکانیزمهای تخنیکی برای بحث مفصل روی موضوعات، توافق صورت گرفت.
نشست هیئت امارت اسلامی به رهبری وزیر امور خارجه با نمایندگان امریکا در قطر، ۹ قوس ۱۴۰۰
در این نشست روی مسایل کمکهای بشری، مشکلات اقتصادی و موضوعات سیاسی بحث و گفتگو شد. هیئت امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی امیرخان متقی وزیر امور خارجه در این نشست بر رفع تحریمها تاکید نمود.
در حاشیه این نشست وزیر امور خارجه ا.ا.ا و هیئت همراه با تاکاشی اوکادا سفیر جاپان برای افغانستان در دوحه دیدار کردند. سفیر جاپان از سفر پربار اخیر خود به کابل ابراز خرسندی کرد و افزود که جاپان همواره در کنار مردم افغانستان خواهد بود. وی همچنین در این دیدار بر تداوم و استحکام همکاریها و روابط اقتصادی جاپان با افغانستان تاکید کرد.