۱۴ /سرطان /۱۴۰۳

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفارت نوی سرپرست ښاغلی مولوي بدرالدين حقاني ابوظبي ته ورسيد او نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سفارت کارمندانو ته په رسمي ډول ور وپيژندل شو.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارزدافير په توګه د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي، اقتصادي او نوري هر اړخيزي اړيکې لا هم پراخي او په اماراتو کې ميشت سلګونه زرو افغانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندي کولو سبب وګرځي.