له څلور کلن سیاسي مزل وروسته

پیلیزه

د ستوري مجلې ۶مه او ۷مه ځانگړې گڼه، پر هېواد د اسلامي امارت حاکمیت د څلورو کلونو له بشپړېدو سره سم په داسې حال کې خپرېږي، چې پر ټول هېواد د اسلامي واکمنۍ سیوری خپور دی، د ولس هوساینه او رښتوني خدمت ته واکمن او چارواکي په ټول جدیت ملا تړلې، په هېواد کې سراسري بشپړ امنیت تر بل هر وخت ټینگ او حاکم دی او له دې ټولو الهي لورېینو سربېره په نړیوال ستیج ورځ تر بلې د هېواد سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو تعاملاتو ساحه له سیمې او گاونډیو هېوادونو، اروپا او نړۍ ته په غځېدو او پراخېدو ده.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د معتدلې، هڅاندې؛ خو ارامې ډیپلوماسۍ په پایله کې د گاونډیو هېوادونو سربېره په سیمه او نړۍ کې هم د افغانستان ډېری سیاسي او قونسلي استازولۍ د اسلامي نظام تر چتر او مدیریت لاندې راغلې، ان ځینې اروپايي هېوادونه د افغانستان د واقعیتونو د درک په پایله کې مثبت تعامل ته راوړاندې شوي دي. په ناروې او المان کې د افغانستان څلور سیاسي او قونسلي استازولیو ته د اسلامي امارت نوي لوړ پوړي ډیپلوماټان معرفي او رسېدلي دي، چې له همدې استازولیو په اروپا او امریکا کې مېشتو هېوادوالو او عامو مراجعینو ته قونسلي رغنده خدمتونه لا چټک او بېرته عادي پیل شوي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې له گاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو راکړو ورکړو په لړ کې د پام وړ پرمختگونه رامنځته شوي، چې د روسيې له اړخه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه او د یو شمېر نورو هېوادونو له اړخه د افغانستان د سفیرانو او فوق العاده استازو رسمي منل د ډیپلوماټیک تعامل د پیاوړتیا څرگنده بېلگه ده.

په نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې د هېواد د روان واقعیت درک د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو لاسته راوړنو هغه مهمه برخه ده، چې ورځ تر بلې یې په اړه سیمه او نړۍ منښت او اعتراف ته قانع کېږي. د روسيې، قزاقستان او قرغیزستان له اړخه د “طالبانو تحریک” نوم چې په تېرو وختونو کې د اسلامي امارت نوم و، د ممنوعه ډلو له لیکلړه لرې کول، همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر په گډون د یو شمېر نورو امارتي چارواکو نومونه د ملگرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو د جایزو او تورو لېستونو څخه لرې کول په افغانستان کې د اسلامي امارت د واقعیت منلو په برخه کې د نړۍ او سیمې له اړخه د همدې قناعت څرګندې بېلگې بلل کېدلای شي.

په نړیواله کچه د لویو سیاسي، اقتصادي او فرهنگي کانفرانسونو په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او استازو ته رسمي بلنې او پکښې د افغانستان  مانا داره گډون د اسلامي امارت سیاسي تعامل د پراختیا چټک گامونه ښيي.  د کامیرون په پلازمېنه یاونډي کې د اسلامي همکاریو سازمان په 50مه مشریزه او د ترکيې پهپلازمېنه انقره کې د نوموړي سازمان په 51مه مشریزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته رسمي بلنه او د هغه گډون، د مسکو فارمټ په مهم سیاسي او امنیتي ډیالوگ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکول او په لسگونو نورو فرهنگي او اقتصادي نړیوالو ناستو او فورمونو کې د افغانستان لوړ پوړو چارواکو او استازو ته بلنې او د هغوی گډون له نړۍ او سیمې سره د افغانستان د رغنده سیاسي تعامل مزل لا پیاوړی کړی دی.

افغانستان په نړۍ او سیمه کې، د سیاسي او امنیتي پېښو او کړکیچونو په برخه کې تل د ډیپلوماټیک تفاهم او سوله ییز حل غوښتنه جدي مطرح کړې ده، په ځانگړې توگه د فلسطین په قضیه کې د اسلامي نړۍ د یو رښتوني خواخوږي او په درد یې د دردمن هېواد په توگه د فلسطین د خپلواکۍ او ارضي تمامیت څرگند ملاتړ کړی دی او پر غزه یې د صهیونیستي رژیم تېری او وحشي بمبارونه په زغرده غندلي دي او له دې سربېره يې د نړیوالې ټولنې له اړخه د خپلواک فلسطیني هېواد تاسیس د دې ټولو رامنځ ته شوو ناخوالو او جگړو د پای ته رسېدو اصلي لار بللې ده.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې سره د مانا دار نښلون او ښکېلتیا موضوع د هېواد د متوازن بهرني سیاست په لومړیتوب کې ځای ورکړې دی، چې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو په نړیوالو دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو په ځانگړې توگه د دوحې پروسې د تخنیکي ناستو په سلسله کې یې دا موضوع په بشپړ قاطعیت څېړلې او د اړوندو مثبتو اقداماتو لپاره یې لار هواره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي لید پر بنسټ د افغانستان د سیاسي او امنیتي ثبات او اقتصادي او سوداگریزو تعاملاتو په برخه کې د سیمې او نړۍ قناعت او په دې برخه کې یې مثبت دریځ رامنځ ته کړي؛ څو د اسلامي امارت د علیا ارزښتونو او د هېوادنۍ خپلواکۍ د درنښت پر بنسټ، افغانستان هم د نړیوالې ټولنې یوه منل شوې فعاله برخه وي.

په دې گڼه کې به د اسلامي همکاریو سازمان په 50 او 51 مشریزو غونډو کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د وینا سربېره په ازبیکستان کې د ترمذ د خبرو په کانفرانس کې د بهرنیو چارو د معین له اړخه د اسلامي امارت وړاندې شوی دریځ او همدا راز د مسکو په فارمټ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د رسمي غړیتوب له ادرسه د اسلامي امارت پیغام درنو لوستونکو ته وړاندې کېږي.

له دې سربېره به د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له اړخه له گاونډیو او سیمې هېوادونو سربېره له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او فرهنگي تعاملاتو او راشه درشه په لړ کې د یو کلنو مهمو لاسته راوړنو مهم خبري غورچاڼ، چې د ایکس رسنۍ له لارې وخت په وخت وړاندې شوی دی، په دې گڼې کې خپرېږي. همدا راز د سیمې او نړۍ د مهمو سیاسي او امنیتي پېښو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ، چې د رسمي اعلامیو او څرگندونو په بڼه وړاندې شوی دی، دلته لوستلای شئ.

والسلام

خپلواک اسلامي افغانستان، دې تل هوسا او ویاړلی وي