۰۳ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د شانګهای د همکارۍ سازمان د وروستۍ سرمشریزې ناستې په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د سیمې د امنيت د خونديتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان (چې د ناظر په توګه یې غړیتوب لری) استازي ته د ګډون زمينه مساعدول خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همږغۍ پر وړاندې خنډ بولي، تر څو د نا امنیو د مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت، بشري مرستو رسولو او د بنسټيزو پروژو په عملي کولو کې او د سیمي په اقتصادي وصل کي اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي.
اسلامی امارت د اعلامیې هغه برخه چې په کې د ازاد، باثباته، متحد، له جنګ او له مخدره موادو څخه پاک افغانستان څخه پکې ملاتړ شوی، له افغانانو سره د بشري کومکونو د دوام او د کډوالو د راستنېدا په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه شوې، ستايي او په دې تړاو هر راز همکاري ته چمتو دی.
په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او سمت استازي شتون لري، په دې اړه د غړو هیوادونو اندیښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي.
اسلامي امارت ټینګار کوي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې په قزاقستان کې دائریږي افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره شي.
۱۴/سرطان/۱۴۰۲ هــ ش