
افغانستان تر لسیزو جګړو او سیاسي بدلونونو وروسته، د پرمختګ او آبادۍ په لور نوی مزل پیل کړی دی. د سراسري امنیت، ځوان نفوس، ستراتيژيک موقعیت، بازارونو ته د اسانه لاسرسي، پانګهوالو ته د آسانتیاوو او مالياتي معافیتونو ورکولو او اقتصاد-محوره بهرنۍ پالیسۍ له برکته په افغانستان کې تر بل هر وخت اوس پانګونې او سوداګرۍ ته زمینه مساعده ده.
د افغانستان اسلامي امارت پر داخلي تولید او د کلیدي سکتورونو پر پراختیا باندې تمرکز لري او په دې ډول غواړي پر وارداتو باندې تکیه راکمه او په نتیجه کې یې د اقتصادي ځان بسیاینې ستنې پیاوړې کړي. د صنعت، کرنې، کانونو او انرژۍ په سکتورونو کې پانګونې د دې تګلارې په لومړیتوبونو کې راځي.
د افغانستان اسلامي امارت د کورني اقتصاد په رشد، د اشتغال په رامنځته کولو او د داخلي تولیداتو په پراختیا کې د پانګونې د اهمیت په درک کولو سره، له داخلي او بهرنیو پانګهوالو هراړخیز ملاتړ ته ژمن دی. امارت د امنیت په تامین، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو په ورکولو، د اداري پروسو په ساده کولو او د مالیاتي معافیتونو په ورکولو سره د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسبه او د ډاډ وړ زمینه برابره کړې ده.
د پانګونې د چارو د اسانتیا، همغږۍ او نظارت په موخه، د پانګونې بین الوزارتي کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د دويمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې رامنځته شوې، چې (۲۰) وزارتونه او امارتي ادارې یې دایمي غړیتوب لري. د دې ترڅنګ، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق جوړ شوی څو سترې صنعتي او تولیدي پروژې په مالي برخه کې حمایه کړي. د افغانستان اسلامي امارت د هیواد اوسنیو اړتیاوو ته په کتلو د پانګونې اړوند قوانینو او طرزالعملونو د بیاارزونې بهیر ته دوام ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هیواد په کچه په اقتصادي همغږۍ او پالیسي جوړولو کې کلیدي رول لري. دا معاونیت د پانګونې د فضا پر بهبود، د داخلي تولیداتو په رشد او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا تمرکز کوي، او په دې ډول د اقتصاد او خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې لویې تګلارې طرحه او رهبري کوي. د دې ترڅنګ، د چارو ادارې د لوی ریاست تر چتر لاندې د پانګونې د تسهیل ریاست په ورځني ډول د پانګهوالو غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو، د شرکتونو د ثبت او د صنعتي ځمکو د تخصیص پروسو اسانه کولو لپاره تر یوه چتر لاندې خدماتو مرکز فعال کړی دی. دا مرکز اوس په څو ولایتونو کې فعال دی او پانګهوال کولای شي ټول مراحل له یوه ځایه بشپړ کړي. د سوداګرۍ ثبت او د فعالیت د جواز ترلاسه کول شاوخوا ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت لري. د افغانستان اسلامي امارت همداراز له پانګهوالو د ملاتړ لپاره په صنعتي پارکونو کې ځمکې په مناسب قیمت، چې متر مربع یې تقریبًا په ۱۵۰ افغانۍ راځي، د متشبثینو په اختیار کې ورکوي. دا اسانتیاوې، او ترڅنګ یې د امارت حمایتي تګلارې، پانګهوالو ته زمینه برابروي چې په کمه پانګه په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت په تولیدي برخو کې د پانګهاچوونکو د تشویق لپاره د ملاتړ او امتیازاتو ځانګړې بستې په نظر کې نیولې دي. په دې امتیازاتو کې، د نورو مواردو ترڅنګ، د نویو پانګهوالو لپاره مالیاتي معافیت، د صادراتو لپاره ترجیحي تعرفې او د ماشین آلاتو او خامو موادو د واردولو تسهیلات شامل دي. د خصوصي سکتور د ملاتړ او پر هغوی د فشار کمولو لپاره وخت ناوخت نوي مالیاتي معافیتونه هم اعلانیږي.
په افغانستان کې پانګونه (Invest in Afghanistan) د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند پورټال دی، چې په افغانستان کې د پانګونې او فرصتونو په هکله جامع معلومات او لارښوونې وړاندې کوي.
دا ټولګه د افغانستان په بېلابېلو برخو او سکتورونو کې د پانګونې لپاره زر فرصتونه په جامع خو لنډ ډول وړاندې کوي او له پانګهوالو سره مرسته کوي چې اوسنیو اړتیاوو او بازار ته په کتلو د پانګهاچونې په برخه کې غوره تصمیم ونیسي.
د افغانستان برېښنايي تدارکاتو نظام (سیسټم) د هیواد په کچه د عامه تدارکاتو د مدیریت او اعلان لپاره جوړ شوی، چې د ملي تدارکاتو ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي. په دې نظام کې د امارتي وزارتونو او ادارو سترې تدارکاتي پروژې اعلان ته وړاندې کیږي او تدارکاتي مراحل یې له همدې ځایه پر مخ وړل کیږي.