د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محترم ډاکټر محمد نعیم، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي، ښاغلي لینډزي، سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات، بشري مرستو او قونسلي خدمتونو خبرې وشوې.
ډاکټر محمد نعیم له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه، د همکاریو د دوام هیله یې څرګنده کړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همداراز د بریتانیا ځانګړي استازي، ښاغلي لینډزي، د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د متقابل باور جوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او د بشري مرستو او قونسلي خدمتونو په برخو کې یې د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.