‏نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د قطر هيواد بهرنيو چارو وزير خاص استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي وليدل.

‏په ناسته کې د دواړو لوريو تر مينځ د علاقي وړ موضوعاتو تر څنګ په سياسي همکاريو، د اړيکو پياوړتيا او بشري مرستو کې د قطر الخيرية بنسټ فعاليت په هکله مفصلې خبرې وشوې. په پای کې دواړو لوريو وويل چې شته فرصتونه بايد ښه مديريت او استفاده ترې وشي.