د افغانستان او قطر پر دوه‌ اړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د قطر دولت له سفیر محترم ډاکټر مردف القاشوطي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر پر دوه ‌اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې د قطر د اسانتیاوو برابرولو او هڅو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مخ پر ودې وبللې او په دې برخه کې یې د قطر هڅې د ستاینې وړ یادې کړې.
د قطر سفیر هم د خپل هېواد ژمنتیا او د دغو هڅو د دوام ډاډ څرګند کړ او په دې برخه کې یې رامنځته شوي پرمختګونه د هیله‌مندۍ وړ وبلل.