افغانستان لپاره د پاکستان هیواد ځانګړي استازي ښاغلي آصف دراني د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په پیل کې متقي صاحب نوموړي ته د نوي مسئولیت د مبارکي ترڅنګ وویل: هیله لرو ستاسې په ګمارل کېدو سره به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکېلا هم پراختیا ومومي، او ددې لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
متقي صاحب وویل: په افغانستان کي د امن په راتلو سره خورا ښه فرصت رامنځته شوی چي د دواړو هیوادونو اقتصاد وغوړیږي لویې، پروژي شروع شي او تجارت مو هم زیات شي. متقي صاحب د امنیتي همکاریو په اړه وویل: فغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي، موږ نه پریږدو چې خاوره مو د کوم هیواد په خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.

ورپسې ښاغلي دراني وویل: له څلور لسیزو جګړو او ستونزو ورسته د سرتاسري ثبات او امن مبارکي درته وایم، زما هڅه به دا وي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا قويپراخې شي، موږ او تاسې په تجارتی برخه کې پرمختګونه لرو چې د ستاینې وړ دي، د سیمې امن د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به همکاري سره کوو.

ښاغلي دراني وویل: حاضر یو چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو کار ته به جدی توجه وکړو چي شروع یې کړو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره تسهیلات رامنځ ته شي.

متقي صاحب په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو ستونزو د حل غوښتنه وکړه چې د ښاغلي دراني له خوا د بشپړې همکاري ژمنه وشوه