د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دکتور مطلق القحطاني د ا.ا.ا. بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او تجارتي موضوعاتو خبرې وشوې، ښاغلي قحطاني د افغانستان شته وضعیت د ډاډ وړ وباله چې په وینا یې سیمه او نړۍ باید له افغانستان سره رغنده تعامل ته راوړاندې شي او شته فرصتونه ضایع نه کړي.
دواړو لوریو د افغانستان په مورد د هر اړخیزو همکاریو تداوم او پراختیا اړینه وبلله.