دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان مهاجرينو پر ستونزواوږدې خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزير پاکستاني لوري ته په ډاګه کړه چې منفي رسنيزې څرګندونې، د ترانزټ او تګ راتګ په وړاندي ستونزي پیدا کول او د افغان کډوالو ځورول پر دوو اړخيزو اړيکو او دواړو هیوادو پر اقتصادي وضعیت اغېز پرېباسي.نوموړي زیاته کړه چي دا ډول پریکړي او اقدامات باید په ژور فکر او سړه سینه وشي.
پاکستاني لوري ټينګار وکړ چې د اختلاف وړ مسايل د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.