د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي نن په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوي ولایت د والي ښاغلي یعقوب علي نظري په مشرۍ اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره وکتل.

دواړو لوریو د ګاونډي هېوادونو په حیث د یوه بل ترمنځ پر لا زیاتو همکاریو ټينګار وکړ، چې ښاغلي متقي څرګنده کړه چي افغانستان کي د امنیت او د مخدره توکو د تولید ستونزه حل شوې، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه مساعده ده.متقي صاحب د ایران او افغانستان تر منځ په سیاسي او اقتصادي برخو کي د ښې همکارۍ یادونه وکړه او هم یې له نړیوالو سره د افغانستان اسلامي امارت تعامل او اړیکي د پرمختګ په حالت وبللې.په عین وخت کې ښاغلي نظري د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او اوښتي زیانونو په اړه خواخوږي شریکه کړه. هغه د خپل سوداګریز پلاوي سره کابل ته سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.ښاغلي یعقوب علي نظري زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د اړونده وزارتونو ترمنځ د کاري او تخصصي همغږۍ لپاره د ځانګړي ټيمونو رامنځته کول د لا زیاتې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوی ګام دی او هیله یې وښوده چې ډيرې لاسته راوړنې به ولري.